د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۱

بې پیلوټه الوتکې په شمالي وزیراستان کې پاکستاني او بهرني طالبان ووژل


وژل شوي کسان د دولت وسله وال مخالفين دي، چې په پشړه توګه سوځېدلي دي
وژل شوي کسان د دولت وسله وال مخالفين دي، چې په پشړه توګه سوځېدلي دي
د مشکوکو بې پيلوټه امريکايي الوتکو په هغه برید کې چې د شمالي وزیرستان په اړوندو کې شوی د ځايي طالبانو ترڅنګ د یوشمېر بهرنیو وسله والو د وژل کېدو ادعا شوې.

په دغه برید چې تېر ماښام د مرکز میرانشاه نه شاوخوا دېرش کلومتره لرې د دته خېلو په اړوندو کې شوی د چارواکیو په وینا د وسله والو یو موټر په نخښه شوی، چې په ترڅ کې یې په کې سپاره ټول کسان وژل شوي.

په سیمه کې یوه دولتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رسنیو ته ويلي، چې څلورو تنو وسله والو په یوه موټر کې سفر کاوه چې د دته خېلو په ډل خېلو سیمه کې پرې یوې بې پيلوټه الوتکې څو توغندي وتوغول او څلور واړه یې ووژل.

کره شواهد


دغه چارواکي وژل شوي کسان د دولت وسله وال مخالفين بللي، خو په وینا یې د هويت په اړه یې لا کره شواهد نه دي ترلاسه شوي.

بل خوا د میاجان په نوم یوه ځايي اوسېدونکي له میرانشاه نه دتلیفون پر لیکه ازادي راډیو ته وويل، چې په نخښه شوي کسان په بشپړه توګه سوځېدلي او د پېژندو جوګه ندي.

وسف رضا ګیلاني له یوې پاکستاني رسنۍ سره په مرکه کې په لومړي ځل ومنله، چې بې پيلوټه الوتکې د پاکستان له خاورې الوتنې کوي.
که څه هم دولتي چارواکیو د یوه برید خبر تایيد کړی خو حکومتي کړیو ته یوې نژدې سرچینې ازادي راډيو ته وويل، چې له لومړي برید سمدستي وروسته بې پيلوټه الوتکو په دغه سیمه کې د بهرنیو وسله والو پر یوه پناه ځای باندې هم برید کړی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په دغه برید کې دوه تنه بهرني وسله وال وژل شوي او یوشمېر نور یې ټپيان دي.

دغه بریدپه داسې حال کې شوی، چې د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني له یوې پاکستاني رسنۍ سره په مرکه کې په لومړي ځل ومنله، چې بې پيلوټه الوتکې د پاکستان له خاورې الوتنې کوي.

نوموړي ویلي، چې د دغو الوتنو اجازه د پخواني پوځي واکمن پرويز مشرف د واکمنۍ پر مهال ورکړل شوې خو زیاته کړې یې ده، چې دا الوتکې یواځې د وسله والو د مرکزونو د کشفولو چارې ترسره کوي.

رېمنډ ډېوېس


نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د دوو پاکستانیانو د قتل په تور د نیول شوي امريکايي وګړي ريمنډ ډېوېس پر سر له متحدو ایالاتو سره د دغه هیواد اړيکې تر بل هر وخت کړکېچنې بلل کېږي.

کارپوهان په دې باور دي، چې که دغه قضیه په سمدستي توګه حل نه کړل شی نو د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا به په سیمه کې د تروريزم پر وړاندې روانه جګړه زیانمنه کړي.

راپور: مجيب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG