د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

کرزی:د بې سرپناه ښځو پر مرکزونو د ادارې نیت نه لرو


ولسمشر حامدکرزي چې پرون په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې خبرې کولې ډاډ ورکړ، چې افغان حکومت د هغو مرکزونو د ادارې نیت نه لري چې بې سرپرسته مېرمنې په کې اوسيږي او نړېوالې مرستندویې ټولنې یې تمویلوي.

ښاغلي کرزي وویل، هغه مرکزونه چې اجراات یې سم دي، د هېواد له جاري مقرراتو سره سمون لري او په کارونو کې یې شفافیت شته، نه یوازې وبه نه تړل شي، بلکې حکومت به یې ملاتړ وکړي.

خو ښاغلي کرزي په ډاګه کړه، چې حکومت به د هغو مرکزونو اداره په خپل لاس کې واخلي چې اجراات یې د هېواد له مقرراتو او جاري قوانینو سره مغایرت لري.

د ښاغلي کرزي دا وینا د دولتي چارواکو له مخکینیو څرګندونې سره چې ویل یې د دې مرکزونو د کنټرول نیت لري ظاهراً په تناقض کې ښکاري. د تېرې پنجشنبې په ورځ د ښځو د چارو وزیرې حسن بانو غضنفر وویل، افغان حکومت داسې یوه طرح وړاندې کړې چې له مخې یې د دې مرکزونو اداره حکومت په غاړه اخلي.

د دې راپورونو په اړه د امریکا حکومت او د بشري حقونو ډلو سخت عکس العمل وښود. امریکا د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د حکومت د دې نوي اقدام له امله اندېښنه وښوده او پر افغان چارواکو یې غږ وکړ چې له دې مرکزونو سره مرسته وکړي.

په مطبوعاتي چارو کې د امریکا د بهرنیوچارووزارت مرستیال فلیپ کرولي وویل، امریکا په داسې حال کې چې د دې مرکزونو د څارنې لپاره د افغان حکومت حق ته درناوی کوي خو په عین حال کې داهم مهمه ګڼي چې مدني ټولنې ته باید اجازه ورکړل شي چې په خپلواکۍ سره دا مرکزونه فعال وساتي.

د بشري حقونو مدافع ډلې وايي، چې د حکومت دا پرېکړه به د دې بې اسرې ښځو ژوند له خطر سره مخامخ کړي. د بشري حقونو د څار ډله چې مرکز یې په نیویارک کې دی، تېره اونۍ وېره وښوده چې د افغانستان حکومت ښايي په ځینو مواردو کې فشار ته تسلیم شي او په دې مرکزونو کې دېره ځینې ښځې به د هغو کورنیو ته وسپاري.

د جمعې په ورځ د افغان مېرمنو شبکې په نوم ټولنې په یوه پرانیستي لیک کې له حکومته غوښتنه وکړه چې له خپل دې پلانه لاس واخلي.

په لیک کې راغلي چې په ډېرو مواردو کې دولتي چارواکي د ټولنې د زورواکو او مذهبي چارواکو فشار ته تسلیم شوي او د هغو ښځو د استوګنې ځای یې افشا کړی چې خپل کورونه یې پریښي دي او نتیجه یې دا شوې چې دا مېرمنې په زور خپلو هغو کورنیو ته ستنې شوې دي چې د دوي حقونه یې تر پښو لاندې کړي.

د بشري حقونو د ډلو او نورو خیریه موسېسو په مالي مرسته په دې مرکزونو کې هغه ښځې استوګنه لري چې زیاترو یې د کورنيو شخړو او لانجو له امله خپل کورونه پرېښي او هلته دېره شوې دي.
XS
SM
MD
LG