د لوبې سپورټي روزنيزې مؤسسې له لوري په کندهار کې د کرکټ دوه سوه لوبغاړو ته روزنه ورکولې کیږي.
د دې موسېسې د روزنې د څانګې مسؤل زراب شا زهیر ازادۍ راډیو ته وویل، چې د کرکټ دغه روزنیز کمپ چې د فبرورۍ په دوولسمه پيل شوی د اتو ورځو لپاره به دوام وکړي او بیا به په کندهار کې شل بالیزه کرکټ ټورنمنټ هم وشي.
په دغه روزنیز کمپ کې به د جنوبي ولایتونو لوبغاړي وروزل شي او دوي ته به د کرکټ د لوبې مهارتونه، قوانین او تخنیکي زده کړې ورکړل شي.
د کندهار ولایت د کرکټ مسؤل عبدالولي امین د لوبې سپورټي روزنيزې مؤسېسې مننه وکړه، چې په دغو روزنیزو پروګرامونو کې یې کندهار شامل کړی او په سختو شرایطو کې د کندهار ځوانانو ته د کرکټ روزنه ورکوي، ښاغلي عبدالولي امین زیاته کړه، چې له دې روزنیز کمپ به لوبغاړي زیاته ګټه واخلي او د دوي د لوبې د مهارتونو په لوړولو کې خورا ګټور دی.
بل لورته د کندهار د بدني روزنې امر ښاغلي محمد الله ګلالي بیا وویل، چې دا په کندهار کې لومړی ځل دی چې دغسی د کرکټ روزنيز پروګرام د ۲۰۰ ځوانانو لپاره ترسره کيږي او له ځوانانو څخه يې وغوښتل چې له دی موقعې ګټه واخلي.
د ایل ایس ټي اوو چارواکي وايي، چې دوي په پام کې لري د افغانستان په دریو نورو ولایتونو کې هم ورته روزنیز پروګرامونه په لار واچوي او په دې توګه به په افغانستان کې تر زرو پورې کرکټ لوبغاړي وروزل شي، په دغه روزنیز پروګرام کې د ملي لوبډلې تکړه لوبغاړي دولت احمدزی او احمد شاه احمدي، دا ډول زراب شاه زهیر او محمد عالم د روزونکو په توګه برخه لري.
د کندهار په دغه روزنیز کمپ کې لوبې سپورټي روزنيزې مؤسېسې ګډون کوونکو لوبغاړو ته يو جوړ مکمل لباس، جرابې، خولۍ او بوټ ورکړل شول او د روزنې په پای کې به د کندهار د کرکټ امریت ته د کرکټ د لوبې څلور بستې مکمل سامان هم ورکړل شي.