په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان په لنډ راتلونکې کې د طالبانو د تلفاتو د ډیرېدو خبره کوي او د جګړو زیاتیدو ته اندیښنه لري.
جنرال ډیویډ پیترویس استدلال کوي، چې طالبان به د هوا له تودېدو سره هڅه وکړي چې له لاسه ورکړې سیمې بیرته ونیسي، نو هم به جګړې تودې شي او هم به تلفات ډير شي.
د ناټو یوه جګ پوړي چارواکي په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو ته د زیاتو تلفاتو د اوښتو خبرداری ورکړ او ویې ویل، چې د دې سربیره چې طالبانو ته ناټو درانه تلفات اړولي دي خو په پسرلي کې چې کله هوا تودیږي یاغیان به بیا هڅه وکړي چې له لاسه ورکړې سیمې بیرته ونیسي.
په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډیویډ پیټرویس وایي، د استخباراتي سرچینو په وینا د مخالفو وسله والو د جګړو مخکنۍ لیکې ماتې شوې دي خو بیا هم طالبان خپل قوماندانان هڅوي چې په ژمي کې جګړو ته دوام ورکړي. اما د جنرال پیټرویس په وینا طالبان به احتمالا د هوا له تودیدو سره هڅې پیل کړي چې له لاسه ورکړي ځایونه بیرته ونیسي.
په هغې مرکې کې چې جنرال پیټرویس د ناټو له تلویزیون سره د چهارشنبې په ورځ وکړه نوموړي دا هم وویل چې کله مخالف وسله وال د له لاسه تللیو سیمو د نیولو لپاره هڅې کوي نو جګړې ورسره زیاتیږي او د بریدکوونکو تلفات هم ډیریږي خو بیا هم باید ځیر واوسو چې کله له دغه ډول ګواښ سره مخامیږو.
تیرمیلادي کال په افغانسان کې د طالبانو د رژيم له ماتې راوروسته تر بل هر کال د بهرنیو پوځیانو تلفات ډیر وو. فرانس پریس اژانس په دوه زره لسم کال کې د بهرنیو وژل شویو پوځیانو شمیر ۷۱۱ تنه یادوي. د ناټو چارواکي د خپلو پوځیانو د مړینې د کچې لوړیدل له دې سره مرتبط ګڼي چې امریکا دیرش زره اضافي پوځیان افغانستان ته واستول.
اوس مهال په افغانستان کې د ناټو یولک او څلویښت زره عسکر شته او بهرني پوځیان هڅې کوي چې د افغان امنیتي ځواکونو شمیر تر درې لکه واړوي. اوس د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمیر څه باندې دوه نیم لکه دی.
ناټو غواړي چې د افغان ځواکونو له روزنې سره ورو ورو له راروان اوړي د جګړې قومانده افغان پوځیانو ته وسپاري او په دې ډول تر دوه زره څوارلسم میلادي کال پورې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې امنیتي مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپاري.