د جرمني په مونشن کې د امنیت اوه څلویښتم کلنیز نړېوال کنفرانس د جمعې په ورځ پيل شو.
د کنفرانس ترتیبوونکي غواړي د غونډې په اجنډا کې چې له مودې راهیسې یي جوړه کړې، د مصر او منځني ختیځ د روانو تحولاتو د څیړنې لپاره بدلونونو رامنځ ته کړي.
یو شمېر لوی نړېوال چارواکي په دغه درې ورځني کنفرانس کې چې تمه وه په پیل کې یي نړېوال مالي بحران او د اټومي وسلو د تکثیر مخنیوي وڅیړل شي ګډون کوي.
خو په مصر کې روان زور زیاتي او د دغه هېواد د ولسمشر حسنې مبارک چې له اوږدې مودې راهیسې په واک کې دی احتمالي لېرې کېدو د کنفرانس په اجندا سیورې اچولی دی .
په مونشن کې د ازادۍ راډیو خبریال جیمس کیرچیک په دی اړه وایي:
،، په تیرو دوو کلونو کې ما په دغه کنفرانس کې برخه اخیستې وه، عین مسایل په کې بیا بیا څيړل کیږي، لکه د افغانستان وضعه، نړېوال مالي بحران او د اټومي وسلو لېرې کول.
په همدغو مسایلو لکه چې بیا په راتلونکو دوو ورځو کې خبري کیږي، خو اوس زه په پوره ډاډ ویلای شم چې د مصر موضوع به په کنفرانس کې مطرح شي،خو که چېرې حد اقل د کنفرانس پروګرام ته وکتل شي، دوي د دغې موضوع د څیړنې لپاره مخکې تیاری نه درلوده.،،
غونډه پرون د کابل په وخت د ماښام په شپږ نیمو بجو پيل شوه، په پیل کې د جرمني دفاع وزیر کارل تیودور زو ګوتینبرګ او ورپسې د ناټوعمومي منشي اندرس فوګ راسموسن او د بریتانیي بهرنیو چارو وزیر ویلیام هیګ ویناوی وکړې.
وروسته له دې پر نړېوال مالي بحران، د اروپا او امریکا په امنیت، د اټومي وسلو د خپرېدو په مخنیوي، د انټرنیټ په مصوونتیا او د افغانستان په اړه خبرې کیږي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیره هیلري کیلنټن، د جرمني صدراعظمه انګیلا میرکل او د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د نورو مشرانو او لوېو چارواکو تر څنګ کنفرانس ته خبرې کوي، خو ډیر تفاهم او خبرې به د کنفرانس په حاشیه کې وي.
تمه ده چې د امریکا بهرنیو چارو وزیره د روسیي له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره وګوري او د دواړو هېوادونو تر منځ د اټومي وسلو د کمولو د نوي تړون اسناد یو بل ته وسپاري.
دغه تړون دواړو هېوادونو په دې وروستیو کې تصویب کړ، د امریکا، روسیي، ملګرو ملتونو او اروپایي اتحادیې چارواکي چې د فلسطینیانواو اسراییلو ترمنځ سولې لپاره هلې ځلې کوي، تمه ده دوي هم د کنفرانس په ترڅ کې سره وګوري.
دغه راز تمه ده چې د امریکا او روسیي بهرنیو چارو وزیران، د ملګرو ملتونوعمومي منشي بانکي مون او د اروپایي اتحادیي د بهرنیو اړیکو مشره کاټرین اشتن به هم د منځني ختیځ په اړه دغې غونډې کې برخه واخلي.
امریکایي سناتور جوزیف لیبرمن چې دی هم په کنفرانس کې برخه اخلي د ازادۍ راډیو د بیلاروس څانګې ته وویل، چې د غونډې په ترڅ کې کوښښ کوي لویدیځ هېوادونه قانع کړي چې د امریکا په څیر د ولسمشر لوکاشینکا په رژیم چې خپل سیاسي مخالفین یي ځپلي نوي بندیزونه ولګوي.
اروپایي اتحادیي د بیلاروس په ځینو چارواکو د ویزې بندیز لګولی دی، خو د نورو بندیزونو موافقه یي نه ده کړې.
د مونشن د امنیت کلنی نړېوال کنفرانس د یکشنبې تر ورځی دوام کوي، دغه کنفرانس لومړی ځل په کال ۱۹۶۲ کې د یو الماني ناشر له خوا دایر شو.
دغه کنفرانس هرکال د دې لپاره دایریږي چې د نړۍ مشران په عاجلو نړېوالو مسایلو غور وکړي.