د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۵۹

کورنیو چارو وزارت د کابل ښار امنیتي کمربند لا ټینګوي


ښاغلی بشري وویل، چې ډیره مرګ ژوبله د وسلوالو مخالفینو له خوا ماینونو او بمونو په چاودنو کې پیښه شوې ده
ښاغلی بشري وویل، چې ډیره مرګ ژوبله د وسلوالو مخالفینو له خوا ماینونو او بمونو په چاودنو کې پیښه شوې ده

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو ته یې سپارښتنه کړې، چې د کابل ښار د امنیت لپاره لا غښتلي تدابیر ونیسي.

وروسته له هغه، چې د کابل ښار د وزیر محمد اکبر خان مینې په یوه پلورنځي کې، یوې ځان وژونکې حملې اته تنه ووژل، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت غواړي، چې د دې ښار د امنیت لپاره تدابیر لا غښتلي کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري د یکشنبې په ورځ د خپل اونیز راپور د وړاندې کولو پر وخت خبریالانو ته وویل، چې د کورنیو چارو وزارت، د کابل ښار د امنیت لپاره د ښاري امنیتي کمربند د لاپیاوړتیا امر کړی.

دی وايي، چې په دې سره به کابل ښار له امنیتي پلوه لا خوندي شي:

“د کورنیو چارو وزیر یعنې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه، د کابل امنیې قوماندانۍ ته لارښوونه کړې، چې فولادي کمربند، چې موږ ورته د ډیرو تلاشیو کمربند وايو لا ټینګ کړي او وګوري، چې مرکزي برخي ته خو د ننوتلو کوم ټکی نه لري، که وي نو هغه بند شي او د راتلوونکو عملیاتو مخه ونیول شي.

ستراتیژیک، د ګنې ګونې او دولتي تاسیسات بیله شکه هغه ځایونه دي، چې دښمن تل غواړي ورباندې عملیات وکړي او موږ باید هڅه وکړو چې لازم تدابیر ولرو.”

ښاغلي بشري وویل، په تیره اوونۍ کې د جمعې ورځ تر ټولو خونړۍ وه، چې په بیلابیلو پیښو کې ۱۸ تنه ولسي خلک وژل شوي او په تیره یوه اوونۍ کې ۵۹ مخالفین، ۲۹ پولیس او ۲۴ عام خلک وژل شوي دي.

ده وویل، چې ډیره مرګ ژوبله د وسلوالو مخالفینو له خوا ماینونو او بمونو په چاودنو کې پیښه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې تیره اوونۍ په ټول هېواد کې د دوو ځان وژونکو حملو په ګډون څه باندې نوي تروریستي پيښې شوي دي.

د کابل ښار د وزیر محمد اکبر خان مېني د ځان وژونکې حملې په اړه په لومړیو کې چارواکو ویلي وو، چې درې بهرنۍ ښځې هم په کې وژل شوي دي خو اوس وايي، وژل کسان ټول ملکې خلک دي.

خو زمري بشري یوازې د اتو تنو د وژل کېدو خبره وکړه او ویې ویل، د دغي پیښي په اړه لا د دوی څېړنې روانې دي.

“د کابل پولیس د هغې ځان وژونکې حملې په اړه جدي څېړنې کوي، چې په یوه پلورنځی کې شوې ده، دا ځان وژونکې حمله وه، په دغه پیښه کې ۸ تنه وژل شوي، چې ۶ ښځي، یو کوچنی او یو نارینه دی او 15 تنه نور ژوبل شوي وو چې، لس تنه افغانان او پنځه تنه نور بهرنیان وو.

دا چې حمله کوونکی څنګه تر دې ځایه راغلی، په جدي توګه ورباندې څېړنه او کار کو.”

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، چې د هغو ۹ ولسوالیو د بیرته نیولو لپاره هلې ځلې روانې دي، چې اوسمهال د وسلوالو مخالفینو په کنترول کې دي.

په وروستیو څو میاشتو کې د کابل ښار امنیتي حالت د پخوا په نسبت ښه شوی و، خو وروستۍ حملې يو ځل بیا په خلکو کې اندېښنې راپورته کړې.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG