د هلمند ولايت په ټولو ولسواليو كې د مخابراتي خدماتو دغښتل توب په خاطر د هلمند د مخابراتو او مالوماتي ټكنالوژي په رياست كې د مشرانو او مسئولينو ترمنځ ګډه غونډه جوړه شوه.
د دې غونډي هدف دادى چې په كليو او بانډو كې د مخابراتي شبكو د انتنونو امنيت اوځاى خپله سيمه ایز خلك وساتي او مخابراتي شبكې ورته په عوض كې غښتلي خدمات وړاندې كړي.
دغه غونډه په داسې حال كې جوړيږي، چې هلمند په واشير، باغران او ديشو ولسواليو كې د مخابراتو شبكې په كلې ډول كار نه كوي.
كه څه هم د مخابراتو ريس محمد فضل صافى وايي، چې په نورو ولسواليو كې د مخابراتي خدماتو د غښتلي كولو په هڅه كې دي خو ډير وخت په مركز لښكرګاه كې د مخابراتي شركتونو د زيګنالونو شبكو د كمزورۍ له امله خلك له ستونزو سره مخ وي.
د مخابراتو ريس محمد فضل وويل، قومي مشران او مخور يي په دې خاطر راغونډ كړي دي چې د دوي شكايتونه او ستونزې واخلي او د اړوندو مخابراتي شبكو د مسئولينو سره يي شريكې كړي:
(د مخابراتو د وزارت په ډيزاين جوړه شوې هغه پروژه هم په راتلونكي كال كې پلي كيږي، چې غواړي دوه زره ليني ټیليفيوني شبكه په لښكرګاه ښار كې جوړه كړي او د نن دغه غونډه د خلكو د ستونزو د اورېدو په خاطر جوړه شوې ده.)
محمد فضل صافي وويل، په پلان كې لري چې د راتلونكي ۱۳۹۰شمسي كال د پيل په ورځو كې په لښكرګاه كې نږدې دوه زره ليني ټیليفوني شبكه جوړه كړي.
هغه وويل، د دې پروژې پر ډيزاين له وخته كار شوی دی او په راتلونكي كال كې به تطبيق شي، په عين حال كې د ولسواليو نه راغلي اوسيدونكي وايي كله كله امنيتي كسان مخابراتي شبكې بندوي.
هغوي د مخابراتو او مالوماتي ټكنالوژي د رياست نه غوښتنه وكړه، چې مخابراتي انتنونه قوي كړي او د دوي خلكو ته خدمات وړاندې كړي.
د ناوې ولسواليو يو قومي مشر چې د امنيتي ځواكونو د لاس وهنې نه شكايت كوي وايي، كله كله پوليسو د مخابراتي شبكو د انتنونو جنراتوران بندوي او د شبكو له مسئولينو سره ستونزې جوړوي:
(موږ غواړو چې د تیليفيوني شبكو ستونزې مو هوارې شي، تاسو ته مالومه ده چې اوس ټول ارتباطات د مخابراتي شبكو په واسطه صورت نيسي موږ هم اړتيا لرو چې دغه ستونزې دغه رياست راته هواري كړي.)
په هلمند كې اوس مهال افغان بيسم ،روشن،اتصالات، ايم ټي اين او افغان ټيلي كام شبكې كار كوي، دوي نه يوازې په ليرې پرتو ولسواليو كې خدمات نه شي وړاندې كولای بلكې كله كله په مركز لښكرګاه كې زيګنال دومره كمزوری وي چې د خلكو د ستونزو سبب ګرځي.
د هلمند ولايت په ډيرو ولسواليو كې اوس هم يوازې د ورځې له خوا مخابراتي خدمات وي خو د شپې له پلوه يي ځيني وسلوال او زور ځواكي د بندولو امر كوي او خلكو ته خدمات نه شي وړاندې كولای.
راپور-محمد الیاس داعي،هلمند