د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۴

چهار شبنې د جنوري 26 مه


مک لاچې:

امریکایي مک لاچې ورځپاڼې په دې اړه لیکلي، د ولسمشر کرزي په دې پریکړې سره د افغانستان د ولسي جرګې د غړیو ستونزه نه هواریږي ځکه هغه محکمه چې کرزي د نوي ولسي جرګې د غړیو د دوسیو د څیړلو لپاره جوړه کړې، خپل کارته دوام ورکوي او پر وکیلانو به یې چې په انتخاباتو کې په درغلیو، سرغړونو او جرمونو تورن دي، خپل سیوری پروت وي.

د ورځپاڼې په وینا وکیلانو وروسته له هغې چې په خپلو فشارونو سره یې ولسمشر کرزی دې ته اړکړ چې نوې ملي شورا پرانیزي، هڅه وکړه، چې د وکیلانو په وړاندې د شکایتونو او تورونو د څیړلو خاصه محکمه هم لغو کړي خو کرزی یې فشارونو ته غاړه کښینښوده.

د ورځپاڼې له دې لیکنې سره سم ولسمشر کرزي د بهرنیو او کورنیو فشارونو له وجې راضي شو، چې نوې ملي شورا ته د نویو وکیلانو لاره خلاصه کړي. خو هغه په هیڅ ډول دې ته حاظر نه دي، چې د یوشمیر وکیلانو په اړه شکایتونه له پامه وغورځوي.

له بلې خوا د ورځپاڼی په وینا ښایي کرزی له دغې محکمې څخه پر وکیلانو د فشار د وسیلې په توګه کار واخلي چې دوی ونه شي کولای، د پریکړو په وړاندې یې اقدام وکړي.

د خاصې محکمې د کار په دوام سره به وکیلان د عدلي او قضایي ارګانونو د تعقیب په وړاندې قانوني مصونیت ونه لري او له همدې ویرې ښایي یوشمیر وکیلان د کرزي له حکومت سره له ټکره ډډه وکړي.

امریکایی مک لاچې ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یوه بله لیکنه هم خپره کړې او په هغې کې يې د امریکا د مرستو د بې ځایه لګیدو او خوړو مساله څیړلې ده.

د ورځپاڼې په وینا یوه قراردادي شرکت سره له دې چې فعالیتونه یې په افغانستان کې د شفافیت د نشتوالي له وجې ترڅیړنې لاندې دي، بیاهم په دې توانیدلی چې یو بل قرارداد هم ترلاسه کړي.

ورځپاڼه په دی اړه لیکي، د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې یو. اېس. اېډ یو قرارداد بلک واچ موسسې ته ورکړی، دا په کابل کې د ۱۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت د بریښنا یوه پروژه ده چې بودجه یې تردری سوه میلیون ډالرو پورې رسیدلې ده.

د ورځپاڼې په وینا همدغه موسسه د کجکی د بریښنا د بند د رغولو چارې هم پرمخ وړي، چې یو میلیارډ ډالر ورته بیل شوي وو خو له دقیق حساب کتاب پرته یې لګښت درې میلیارډ ډالروته اوچت شو.

دا په داسې حال کی ده، چې دغې موسسې د خپلو لګښتونو د موثریت په اړه تراوسه لا د امریکا د حکومت پوښتنو ته ځواب هم نه دی ویلی.

ورځپاڼه د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې د ریس الکس تییر له قوله لیکي، بلک واچ په خپلو کارونو کې بدلون راوستی او خپله یو. اېس اېډ یې هم د پیسوپه لګولو څارنه زیاته کړې ده.

خو د ورځپاڼې په وینا تراوسه په افغانستان کې د امریکا د میلیارډونو ډالرو د لګولو د څرنګوالی په اړه د څیړنې دقیقه نتیجه نه ده معلومه ترڅو په دې هېواد کې د لګول شویو پیسو په اړه یوه د رست قضاوت ته لاره هواره شي.
XS
SM
MD
LG