د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

محمدي: هڅه کوو د امنیتي ځواکونو په اړه د خلکو بې باوري له منځه ولاړه شي


د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي افغان پولیس ته د فراغت د سند د ورکولو پر مهال
د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي افغان پولیس ته د فراغت د سند د ورکولو پر مهال
د افغانستان د کورنیو چارو وزیروایي، چې د پولیسو د روزنې لپاره چې د دې وزارت له کاري لومړیتوبونو څخه دي، جدي هڅې رواني دې او په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ هم شوی دی.

جنرال بسم الله محمدي چې د شنبې په ورځ یې د کابل د پولیسو په اکاډمۍ کې د نږدې نولس سوو پولسو افسرانو د فراغت په مراسمو کې خبرې کولې وویل، چې هڅه کیږي، د پولیسو له روزنې، تجهیزاومسلکي کیدو سره د هیواد د امنیتي ځواکونو په اړه د خلکو بې باوري له منځه ولاړه شي.

د کورنیو چارو وزیر څرګنده کړه، چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په برخه کې به د نړیوالې ټولنې له خوا له برابر شوي فرصت څخه ډیره ګټه واخستل شي:

"هیله من یو، چې تر راتلونکو څلورو کلونو پورې چې ناټو ځواکونه له افغانستان څخه په تدریجي توګه وځي د افغانستان پولیس او ملي اردو وتوانیږي، له خپل ګران هیواد څخه په یوازې توګه دفاع او امنیت ټینګ کړي."

د جنرا ل محمدي په خبره په افغانستان کې په تیر یوه کال کې امنیتي وضع یوڅه ښه شوې او هڅه کیږي، چې په ځینو ډیرو نا امنو سیمو کې هم امنیتي حالت ښه والی پیدا کړي.


د کورنیو چارو وزیر د امنیت په ټینګښت کې د سیمه ایزو پولیسو رول مهم او ګټور وباله او ویې ویل، چې په لنډ مهال کې د دې ځواکونو رامنځ ته کول اړین او هلې ځلې کیږي، چې د دې ځواکونو شمیر زیات شي.

په عین حال کې په افغانستان کې د ایساف یا نړیوالو سوله ساتو ځواکونو د عمومي قومندانۍ مرستیال جنرال استوار د بیک په دې مراسمو کې وویل، چې د افغان امنیتي ځواکونو په ځانګړي توګه د پولیسو د روزنې او پیاوړتیا په برخه کې له کورنیو چارو وزارت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي:

"لکه څنګه چې ستاسو مشران د کورنیو چارو په وزارت او د پولیسو د تشکیلاتو په برخه کې د ښه والي په راوستلو ژمن دي او تاسو د افغانستن خلکو ته د خدمت کولو ژمنه کوی، موږ هم د ایساف په چوکاټ کې له تاسو سره ژمن یو ترڅو دا اهداف ترلاسه کړئ."

په کابل کې د پولیسو له اکاډمۍ څخه د فارغیدو په دوام دا ځل اتلس سوه نوي تنه د پولیسو دوهم څارن افسران د شپږ میاشتنۍ روزنیزې دورې له بشپړېدو څخه وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

سره له دې چې د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د روزنې په برخه کې د خپلو فعالیتونو د چټکولو خبر ورکوي خو داسې انتقادونه شته، چې د پولیسو دغه افسران او نور پولیس لکه څنګه چې لازمه ده نه روزل کیږي او همدا علت دی چې په خپلو کاري برخو کې ډیرې نیمګړتیاوې لري.

دغه راز د امنیتی چارو یوشمېر کارپوهان د پولیسو موجوده تجهیزات او وسایل هم کمزوري بولي او وایي، چې تر راتلونکو څلورو کلونو پورې باید ټول افغان امنیتي ځواکونه په ځانګړي توګه پولیس له هره پلوه پیاوړي شي ترڅو په خپلواکه توګه په افغانستان کې امنیت اوثبات ټینګ کړي.
XS
SM
MD
LG