پښتون ژورناليست ولي خان بابر چې د پاكستان له شخصي ټلويزون (جيو) سره يې كار كاوه، د جنورۍ په ديارلسمه نېټه ۲۰۱۱ ټوله ورځ جيو ټلويزون ته په كراچۍ كې د ځينو ورانكارو او ترهګرو په خلاف تر ژونديو راپورونو وركولو وروسته ماخوستن په خپل شخصي موټر كې كور ته روان و، چې په لياقت آباد سيمه كې سپرماركيټ ته نيژدې د پوليسو يوې قومندانۍ ته مخامخ نامالومو وسلوالو لومړى و دراوه او بيا يې ډزې پرې وكړې او ځاى پر ځاى يې و وژاوه.
د نوموړي مړى نيژدې يو ساعت پر ځاى پروت و او وروسته پوليسو عباسي شهيد روغتون ته رسولى و، د روغتون كاركوونكي وايي، ولي خان بابر پينځه مرمۍ لګېدلى دى. بېګا د پاكستان پر وخت د شپې د لس نيمو بجو په شاوخوا كې جيو ټلويزون خپل عادي نشريات ودرول او د خپل وژل سوي خبريال د مرګ عاجل خبر يې خپور كړ:
"موږ په ډېرې خواشينۍ او غم سره اعلان كوو، چې د جيو نيوز ځوان خبريال ولي خان بابر له اوسه يو ساعت مخكې په لياقت اباد كې د ترهګرۍ په يوۀ بريد كې ووژل شو، ولي خان په كراچۍ د جيو ټلويزون يو ځوان تكړه خبريال و او په ډېرې چټكۍ سره مخ په وړاندې روان و."
د جيو ټلويزون د خبر له مخې ولي خان بابر پرون د كراچۍ له پهلوان ګوټ سيمې څخه، چې د دوو وسلوالو ډلو چې د نشه يي توكيو قاچاكبر بلل شوي، تر نښتې وروسته د دوو وژل شويو كسانو مړي وموندل شول، پوليسو هلته د دغو ورانكارو ډلو په خلاف د پلټنې عمليات كول او ولي خان بابر له هماغه ځايه ټوله ورځ ژوندي راپورونه وركول او دا يې د ژوندى وروستى راپور شو، چې په يوه برخه كې يې ويل شوي:
"ولي خان بابر وايي، د پهلوان ګوټ اوسېدونكيو له امنيتي ادارو څخه غوښتنه كړې، چې په سيمه كې دې د بشپړ امنيت لپاره كوټلي ګامونه پورته كړي."
د ولي خان بابر پر ناببره وژنه د كراچۍ او د بلوچستان ژورناليستان او همدارنګه د جيو ټلويزون ټول كاركوونكي سخت غمجن دي او ټاكل شوې ده، چې نن ورځ به ژورناليستان د تورې ورځې په توګه لمانځي.
د پاكستان د داخله چارو وزير رحمن ملك د ولي خان بابر وژنه غندلې او په دې اړه يې د څېړنو امر صادر كړى دى، خو ژورناليستان وايي، په پاكستان كې د نورو ګڼ شمېر ژورناليستانو غوندې به د ولي خان بابر قاتلين هم په سرو سترګو ګرځي. د ولي خان بابر مشر ورور مرتضى خان بابر د نوموړي د وژنې په اړه د ټليفون په كرښه ازادي راډيو ته وويل:
"موږ په كور كې ناست وو، ټي وي مو كتله، يوه پټۍ پرې وچلېده چې د يوۀ موټر كې د يوۀ خبريال مړى موندل شوى دى، لږ وخت وروسته خبر شو، چې هغه زما ورور ولي خان دى، بيا موږ هم په منډه روغتون ته ورغلو، د ده مړى هلته پروت وو، موږ نه پوهېږو، چې زما ورور چا وويشت او ولې يې وويشت."
ولي خان بابر له تېرو څلورو كلونو راهيسې د ژورناليزم په ډګر كې كار كاوه او د كراچۍ د ژورناليستانو په وينا نوموړي په ډېرې ايماندارۍ او زړه ورتيا سره بې طرف خبرونه او رپوټونه وركول.
نوموړى د ۱۹۸۲م كال د اپرېل په مياشت كې په كراچۍ ښار كې زېږېدلی و او د كراچۍ له پوهنتونه يې په نړيوالو اړيكو كې د ماسټرۍ ډګري تر لاسه كړې وه.
د ولي خان بابر جنازه بېګا د شپې ناوخته د كراچۍ په شمالي ناظم اباد كې وشوه او مړى به يې نن ماسپښين د بلوچستان د ږوب سيمې په ګړده بابړ كلي كې د ده په پلارنۍ هديره كې خاورو ته سپارل كېږي.
راپور: بارکوال میاخیل - کوټه