د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۷

د پكتيا اقتصاد رياست ته جوړه شوې ودانۍ پرانیستل شوه


په پکتیا کې رغول شوی ودانۍ د اقتصاد د ریاست لپاره
په پکتیا کې رغول شوی ودانۍ د اقتصاد د ریاست لپاره
دغه ودانۍ چې لګښت يې د اقتصاد وزارت له پراختيايې بوديجې څخه وركړل شوى، د ۷،۸ ميليونه افغانيو په ارزښت په يوه جريبه ځمكه كې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې چې د ناستو د يوه تالار په ګډون ۱۶ اداري خونې لري.

د ياد رياست رييس محفوظ احمد د پرانیستنې پر مهال رسنيو ته وويل: دغه ودانۍ په دوو پړونو كې جوړه شوې چې د جوړېدو چارې يې يو كال وړاندې پيل شوې وې.

نوموړي وويل، چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د ياد رياست په اداري چارو كې چټكتيا رامنځته شي او مراجعينو ډېرې ستونځې به ورسره حل شي.

د ودانۍ د پرانیستنې پر مهال د پكتيا والي جمعه خان همدرد رسنيو ته وويل، چې ياد رياست له دې وړاندې په يوه كرايې كور كې خپلې چارې پر مخ وړلې، خو په وينا يې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به يې كارونه نور هم ګړندي شي په اړه د پکتیا والي همدرد زياته كړه:

(كه څه هم د زیاترو رياستونو لپاره مجهزې او اساسي ودانۍ جوړې شوې خو موږ په دې هڅه كې يو چې په راتلونكي كال كې د پاتې رياستونو لپاره هم د ودانيو جوړولو چارې پيل كړو.)

د دې او دېته ورته ودانيو د جوړېدلو د ارزښت په اړه مې په پكتيا كې د اوښتون كولتوري ټولنې له مرستيال داود تپان څخه نظر وپوښت، نوموړي په دې اړه ازادۍ راډيو ته وويل:

(د دولتي ادارو لپاره د ودانيو په جوړېدو سره به له يوې خوا د مراجعينو ستونځې كمې شي او له بلې خوا به د شته بېروكراسۍ كچه هم راټيټه شي.)

د پكتيا اقتصاد رياست ته دغه نوې ودانۍ په داسې مهال جوړېږي، چې له دې وړاندې هم د ډېرو ملكي او نظامي ادارو لپاره د سلګونه ميلیونه ډالرو په لګښت ودانۍ جوړې شوې او د ډېرو نورو ادارو لپاره د ودانيو جوړولو چارې د بشپړېدو په حال كې دي.

راپور-لمر نيازى،پكتيا
XS
SM
MD
LG