د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ د سرحدي پوليسو قومندان جنرال رازق وايي، نن تر غرمي مخکې شاوخوا لس بجې د کندهار سپين بولدک تر منځ د تخته پول په سيمه کې د پوليسو پر رنجر موټر ځان وژونکي حمله شوې.
د قومندان رازق په خبره په پېښه کې درې تنه پوليس وژل شوي دي او موټر هم ويجاړ شوی دی، قومندان رازق وايي ځان وژونکي په کرولا موټر کې وو او د هويت د کارټ څخه يي معلومه شوی چې د پاکستان اوسيدونکی دی.
د دې پېښې مسووليت د دولت وسلوالو مخالفينو په غاړه اخیستی، د طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي ازادۍ راديو ته وويل، په بريد کې ١٩ تنه پوليس وژل شوي دي.
د يادولو وړ ده چې د تيرې جمعې په ورځ هم د سپين بولدک ولسوالۍ په يوه حمام کې يوه ځان وژونکي حمله شوی وه، هغه مهال چارواکو ويل، چې په پېښه کې ١٥ تنه وژل شوي او ١٧ ټپيان دي چې درې يي پوليس او پاتې وژل شوي او ټپيان ملکي وګړي دي، خو د پېښې مسووليت وسلوالو طالبانو په غاړه اخیستي وو.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ازادۍ راديو ته وويل، چې په پېښه کې اتلس تنه وژل شوي چې ټول سرحدي پوليس دي.
راپور- محمدصادق رښتينى _ کندهار