د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۸

سلطان زوی: ځانګړې محکمه د کاندیدانو دوسیې د قانون په رڼا کې وڅیړي


معترض کاندیدانو وویل، چې ستره محکمه دې د کاندیدانو او رایو ورکوونکو حقونه له پامه ونه غورځوي.
معترض کاندیدانو وویل، چې ستره محکمه دې د کاندیدانو او رایو ورکوونکو حقونه له پامه ونه غورځوي.

د افغانستان د ولسي جرګې هغه کاندیدان چې په انتخاباتو کې بریالي نه دي شمېرل شوي، د یکشنبې په ورځ د سترې محکمې مخې ته راټول شوي وو.د دې کاندیدانو او د دوی د پلویانو شمېر چې سلګونو ته رسیده، د وږي یا سنبلې د میاشتې انتخابات یې له درغلیو ډک بلل

په داسی حال کې چې د معترضو کاندیدانو د شکایتونو د څیړلو لپاره جوړه شوې ځانګړې محکمه د کار د پیلیدو په حال کې ده، معترض کاندیدان غواړي، چې دا محکمه دې د اساسي قانون له موادو سره سم، ټولې دوسیې په دقت سره وڅیړي او د کار په جریان کې دې دهیڅ شخص، یا ادارې تراغیزې لاندې نه راځي.

معترض کاندیدان او د دوی پلویان چې شمیر یې سلګونو ته رسیده، د سې شنبې په ورځ د عامې روغتیا له څلورلاري څخه د سترې محکمې تر دروازې پورې پلي ولاړل.

دوی چې د انتخاباتي دوه ګونو کمیسیونو چارې یې له درغلیو، لاسوهنو او فشارونو څخه ډکې بللي، د سترې محکمې مخې ته راټول او له قضایي ارګانونو څخه یې په کلکه سره وغوښتل، چې په دې اړه دې ژر تر ژره کار پیل او انتخاباتي مجرمین دې محاکمې ته راکاږي.

د معترضو کاندیدانو له ډلې څخه داود سلطان زوی وویل:

"موږ په ستره محکمه کې د کاندیدانو د دوسیو د څیړلو له ځانګړې محکمې څخه په کلکه سره غواړو، چې دوسیې دې دقانون سره سمې وڅیړي او د کاندیدانو او رایو ورکوونکو حقونو ته دې پام وکړي."

څه موده مخکې لویې څارنوالۍ ویلي وو، چې د انتخاباتي درغلیو په هکله یې ګڼ شمیر شواهد او اسناد ترلاسه کړي او دوسیې یې د لاڅیړلو لپاره سترې محکمې ته سپارلي دي.

سترې محکمې د دې دوسیو د ښه څیړلو لپاره د یوې ځانګړې محکمې د جوړیدو پیشنهاد وکړ، چې جمهور ريیس کرزي یې د جوړیدو امر وکړ.

ستره محکمه وایي، دا محکمه جوړه او د دوسیو څیړلو ته چمتو ده.

که څه هم سترې محکمې په دې ورځ رسنیو ته څه ونه ویل، خو په دې وروستیو دوه درې ورځو کې د سترې محکمې د قضایي قوې مشر ډاکتر عبدالمالک کاموي، ازادي راډیو ته په یوې مرکه کې ویلي، چې ځانګړې محکمه به ورسپارل شوې دوسیې د قانون سره سمې، وڅیړي.

"د سترې محکمې په چوکاټ کې د کاندیدانو د دوسیو ځانګړې محکمه دنده لري، چې د لویې څارنوالۍ له خوا ورسپارل شوې دوسیې په پوره دقت سره وڅیړي، دا دوسیې په دوه برخو کې څیړل کېږي، یوه برخه جرمي او بله برخه حقوقي، چې دواړه برخو زیاتو څیړنو او شواهدو ته ضرورت لري."

ستره محکمه داهم وایي، چې دا دوسیې به لومړی د کابل په ابتدایي محکمه په د دوو بیلابیلو یعنې په حقوقي او جرمي برخو ویشل کېږي او بیابه هره برخه په جلا توګه څیړل کېږي.

خو سره له دې چې د افغانستان لویه څارنوالۍ او معترض کاندیدان د وږي یا سنبلې د میاشتې انتخابات راڼه نه ګڼي او په ځینو سیمو کې له سره د انتخاباتو ترسره کېدل غواړي.

دانتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، چې د انتخاباتو په پایلو هیڅ ډول بدلون راوستل نا ممکنه ده.

خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG