د لاسلیک شوي تفاهم لیک له مخې ای او ایم یا د مهاجرت نړېوال سازمان به د کار او ټولینزو چارو له وزارت سره د ماشومانو د قاچاق په مخنیوي او کورنیو ته یي په بیرته سپارلو کې همکاري کوي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال واصل نور مهمند د دوشنبې په ورځ د دغه سازمان له استازي د تفاهم لیک له لاسلیکولو وروسته خبریالانو ته وویل، چې هڅه کوي د ماشومانو د قاچاق بشپړ مخنیوې وکړي:
(د کار اوټولنیزو چارو وزارت دیوه مسول ارګان په توګه په نظر کې لري چې څنګه وکولای شو دقاچاق او ترافیک مخه ونیول شي د ای او ام سره یوه تفاهم لاسلیک لرو.)
د ماشومانو د قاچاق د مخنیوي لپاره دا تفاهم لیک په داسې حال کې لاسلیکیږي، چې په تیرو لسو میاشتو کې په افغانستان کې د ماشومانو د قاچاق له شپیتو زیاتې پېښې ثبت شوي.
د ښاغلي مهمند په وینا په افغانستان کې د ماشومانو د قاچاق دا پېښې تر ډیره په بلخ ولایت کې رامنځ ته شوي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، چې د مهاجرت له نړېوال سازمان سره د همکارۍ د تفاهم لیک سربیره دوي د هېواد په ټولو بندرونو کې پولیسو ته دنده سپارلې، چې د ماشومانو په تګ راتګ جدي څارنه وکړي.
د مهاجرت د نړېوال سازمان استازي بیا په افغانستان کې د ماشومانو حالت له هره پلوه د اندیښنې وړ وباله.
میرمن نګیه محمد جانوه زیاته کړه، چې اوس مهال یي په کابل او هرات کې له قاچاق وړونکو څخه د ژغورل شوېو ماشومانو د ساتنې لپاره دوه سترې ودانۍ جوړې کړي او په پام کې ده، چې په جلال اباد کې هم ورته کار وکړي:
(زموږ دفتر، چې اوس مهال په افغانستان کې نمایندګي لري، له دغې پدیدې سره مبارزه کوي. دا ، چې د منظمو جرمونو یوه بېلګه ده او ټول دولتونه ورسره مخ کیږي، نو پر وړاندې يي مبارزه هم کوي.
موږ اوس مهال په کابل او هرات کې دوې لویې ودانی ورته لرو، د دغه پروګرام اساسي هدف د هغو ماشومانو لپاره چې د قاچاق له پلوه زیانمن شوي، مرسته ده.)
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په وینا دغه تفاهم لیک د درېیو کلونو لپاره اعتبار لري، د کارپوهانو په خبره شوي فعالیتونه نه شي کولای، چې د ماشومانو د قاچاق مخنیوی وکړي.
دغه کارپوهان وايي، چې د ماشومانو د قاچاق کچه به هلته راکمه شي، چې د ماشومانو لپاره د زده کړې زمینه او د کار په شرایطو برابرو ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره شي.
خبریاله ماریا صدیقي،کابل