د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

بلاټز:په راتلونکي میلادي کال کې به مخالفین تر زیات فشار لاندې وي


په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو ویاندجنرال جوزف بلاتز
په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو ویاندجنرال جوزف بلاتز
په دوه زره یولسم میلادي کال کې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤلیتونو د سپارلو په درشل کې ایساف ځواکونه وایي، چې غواړي وسله وال مخالفین تر زیات فشار لاندې ونیسي.

د دغو ځواکونو ویاند جنرال جوزف بلاتز وایي، که څه هم د وسله والو مخالفینو د ماتولو لپاره زیاتې هڅې کیږي، خو په راتلونکو اونیو او میاشتو کې د سختو جګړو اټکل کیږي.

ښاغلي بلاټز د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې دوي د دې هڅو هدف دا دی چې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د سپارلو لړۍ په بریا سره پیل شي:

(موږ اړ یو، چې په ټول افغانستان په ځانګړي توګه په هلمند، کندهار، کندز او نورو ولایتونوکې پر وسله والو مخالفینو فشار ته دوام ورکړو.

لومړی غواړو چې دا سیمې له وسله والو طالبانو پاکې کړو او بیا مو ټینګار پر دې دی، چې هلته راوړل شوی امن وساتو او پراختیایي پروژې په کې پلي کړو سیمه ایزه حکومتداري په کې جوړې کړو،نو زیاته هڅه کیږي چې په بریا سره د وتلو لاره هواره کړو.)

د پرتګال په پلازمنیه لیزبون کې د ناټو په سرمشریزه کې پریکړه وشوه، چې د نړېوالو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیت د مسؤلیت د سپارلو لړۍ د دوه زره یولسم میلادي کال په جولای کې پیل او تر دوه زره څوارلسم میلادي کال پورې بشپړه شي.

بل لور ته دا ځواکونه هڅه کوي، چې په افغانستان کې دننه او بهر د خپلو فعالیتونو لپاره زیاته همغږي رامنځ ته کړي.

د بلاټز په وینا دوي په دې برخه کې له پاکستان سره زیات کار کړې او لا هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي:

(موږ به په ښکاره توګه د همغږه عملیاتو او نورو فعالیتونو شاهدان و اوسو، څه موده مخکې چې درې اړخیزه غونډه جوړه شوه، د دې همکارېو یوه بیلګه ده، موږ هیله لرو چې په دوه زره یولسم میلادی کال کې د افغانستان، پاکستان او د ایساف د ځواکونو د همغږه عملیاتونو او نورو فعالیتونو شاهد و اوسو.)

له بل لوري د ایساف ځواکونه وایي، چې په تیرو درېیو میاشتو کې یي د وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره په ټول افغانستان کې یو زره اته سوه عملیات کړي، چې په کې د دوي په وینا د وسله والو مخالفینو یو زره درې سوه مشران او پلویان وژل شوي دي.

ایساف ځواکونه داسې مهال د وسله والو مخالفینو د خپلو لپاره د فشارونو د زیاتوالي خبرې کوي چې د ژمي موسم په را رسېدو سره وسله والو مخالفینو هم خپل فعالیتونه چټک کړي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په تیره یوه اونۍ کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پنځو ځان وژنکو حملو په ګډون نږدې نوي ترهګریز بریدونه شوي.

راپور: ذکیه غیاثي،کابل
XS
SM
MD
LG