معترضه کاندیدان که څه هم د سترې محکمې له خوا دوي ته ورکړل شوې وخت کم بولي، خو وایي، چې تر ټاکلې نېټې پورې به په انتخاباتو کې د سرغړونو او درغلیو اسناد راټول کړي.
د افغانستان سترې محکمې وروسته له هغې، چې د معترضه کاندیدانو دوسیي د کابل ولایت ابتدایه محکمې ته وسپارلې، معترضه کاندیدانو ته یي یوه اونۍ وخت ورکړ، چې موثق اسناد دې دې محکمې ته وړاندې کړي.
داود سلطانزوې، چې د معترضه کاندیدانو په استازیتوب یي له ازادۍ راډیو سره خبرې کولې وویل، چې له دوي سره په سلګونو داسې کره اسناد او شواهد موجود دي، چې په انتخاباتو کې سرغړونې او درغلۍ ثابتولې شي.
هغه په مرکز او ولایتونو کې له ټولو کاندیدانو وغوښتل، چې ژر تر ژره دې له دوي سره په تماس کې شي او خپل اسناد دې په منظمه توګه محکمې ته وسپاري:
(یوه اوونۍ کمه ده ددې لوی پروسې لپاره موږ دې ته چمتو يو چې ژر تر ژره دا اسناد راټول شي چې یو مرکزیت ورته پیدا شي او معترضین يي باید ونه ځنډوي.)
د معترضه کاندیدانو دا دوسیي د لوی څارنوالۍ له خوا ترتیب او سترې محکمې ته سپارل شوې وې، خو سترې محکمې د دوسیو د جزایي او حقوقي دعو د تفکیک لپاره دا دوسیي د کابل ولایت د اداري فساد پر ضد د جرایمو محکمې ته وسپارلې.
د سترې محکمې د قضایه قوې مشر ډاکټر عبدالمالک کاموي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل وروسته له هغې، چې د کابل ولایت ابتدایه محکمه د دوسیو جزایي او حقوقي دعوې تفکیک کړې دا دوسیي به بیا نوې جوړې شوې ځانګړې محکمې ته استول کیږي.
هغه د معترضه کاندیدانو له خوا د اسنادو وړاندې کول ضروري وبلل، څو ځانګړې محکمه وکړاې شي د هغې په رڼا کې خپله پریکړه اعلان کړي:
(پس له دې اختصاصي محکمه جوړه شي هغوي به دا تشخیص کوي چې کومو نورو اسنادو ته دوي ضرورت لري ترڅو خپله پریکړه دې هغې په رڼا کې صادره کړي.)
د افغانستان سترې محکمې دا اقدام په داسې حال کې کړې، چې د ولسمشر کرزي ویاند وحید عمر په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ، چې ولسمشر به د سلواغې د میاشتې په لومړۍ نېټه وروسته له هغې، چې د مشرانو جرګې انتصابي غړي وټاکې نوې ولسي جرګه پرانیزي.
خو سلطانزوې د حکومت دا علان یوه تیروتنه وبلله او ویي ویل، چې حکومت باید داسې اعلان کړې وای، چې د ځانګړې محکمې له پریکړې وروسته به په دې اړه اقدام وکړي.
سلطانزوی یو ځلې بیا په دې ټینګار وکړ، تر هغو، چې د ځانګړې محکمې پریکړه نه وي صادره شوې دوی ځانونه د خلکو استازي بولي.
په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات د وږې د میاشتې په اووه ویشتمه نېټه ترسره شوي، خو د دغو انتخاباتو د لومړنیو او بیا د وروستیو پایلو اعلان په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه پراخ اعتراضونه راپارول.
دا، چې د انتخاباتو په اړه به د جوړې شوې ځانګړې محکمې پریکړه څه وي اوس یی اټکل ګران بریښي، خو معترضه کاندان او کتونکي شوي انتخابات نامشروع بولي.