د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

رباني:طالبان دې د ملت په خاطر سولې ته را وړاندې شي


په افغانستان کې د سولې د عالي شورا مشر برهان الدين رباني
په افغانستان کې د سولې د عالي شورا مشر برهان الدين رباني
په افغانستان کې د سولې د عالي شورا مشر برهان الدين رباني د سې شنبې په ورځ جلال اباد ته تللې او هلته د سولې د شورا په هدفونو، ميکانيزم او تګ لارې باندې غږېدلى.

ده وويل، د سفر هدف يې د د غه ولايت د مشر تابه، قومي مشرانو او عالمانو له نظرياتو خبرېدل دي، تر څو موږ ترې ګټورې لارښونې پام کې ونيسو او يوه ښه کړن لاره برابره کړو.

نوموړي وويل: د سولې راوستل يوازې د افغان دولت او د سولې د عالي شورا مسووليت نه دى، بلکې ټول ولس ته پکار ده، چې د دې چارې لپاره هڅې وکړي. نوموړي له وسله والو مخالفينو د يوې غوښتنې په شکل وويل:

جګړه کې د هېچا ګټه نشته هغه که دولت پلوه خلک وي او که مخالفين، ځکه جګړه زيان لري خو ګټه نه. ده وويل: طالبان دې نور په مظلوم افغان ولس زړه وسېزي او د سولې داعيې ته دې لببېک ووايي.

له ده نه پوښتنه وشوه، چې ستاسې د دغه حرکت پر وړاندې لوى خنډ څه شى دى؟وې ويل: د کندهار ولايت ته د خپل سفر په اشاره کې ولسي مرګ ژوبله، د بهرنيو قوتونو پوره نه پاملرنه او دغه راز ځينې نور مهم اړخونه شته چې د سولې په اړوند يې يو څه خنډونه پيدا کړي دي.

نوموړي د يادې ستونزې د حل لپاره د بهرنيو ځواکونو پوره ژمنتيا او مرسته ډېره اړينه وبلله، له ښاغلي رباني نه په خبري کنفرانس کې خبريالانو پوښتنه وکړه، چې د جهاد په کلونو کې تاسو جهادي رهبرانو يوه تګ لار تعقيبوله، خو بيا هم په خپل منځ کې سره جوړ نه شوی.

څنګه کېدلى شي چې د يوې بېلې ايډيالوژۍ خلک تاسې سولې ته رامات کړاى شئ. رباني يې په ځواب کې وويل: پخوا بېل وخت و او اوس بېل وخت دى. پخوا د نړۍ ځينې دولتونو سوله نه غوښته همدوى و چې افغانستان ته يې وسلې رالېږلې، جګړه مارو ګروپونو ته يې پيسې ورکولې، په افغانستان کې د وسلو امبارونه موجود و، ان يو عادي قوماندان د خپلو مخالفانو پرضد سکډ توغندي وارول، خو اوس دنيا پوى شوې او ټول په ګډه سوله غواړي.

د ننګرهار ولايت اوسېدونکي که څه هم د سولې نامه ته خوشاله دی، خو فکر کوي چې په دغسې غونډو، کنفرانسونو او ژمنيو سفرونو د سولې راتګ ممکن نه دى. خلک وايي ښايي دا کومه پروژه وي او ګټه به يې يوازې هغه چاته ورسېږي چې په دغه شورا کې ښکته پورته کېږي.

راپور- محمدداود وفا،جلال اباد
XS
SM
MD
LG