ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې د لوی څارنوالۍ دې دریځ ته کتنه کړې، چې ویلي د محکمې له پریکړې مخکې د نوي ولسي جرګې د کار پیل به غیر قانوني وي.
ورځپاڼې لیکلي، د لوی څارنوالۍ له خوا د داسې یو نظر اعلان، چې په هېواد کې د عدالت د ټینګښت په برخه کې خپل ځانګړې رول او ځاې لري دا ښیۍ، چې د انتخاباتو ستونزه لا هم روانه ده.
ورځپاڼه دا خبردارې ورکوي، که دا ستونزې په سمه توګه هوارې نه شي، نو دا به راتلونکې ولسي جرګې ته ډیره ګرانه وي، چې په بریالۍ توګه خپل کارونه پر مخ بوزي.
ویسا د لوی څارنوالۍ د چارواکو په حواله دا هم لیکلي، چې د انتخاباتو کمسیون د دوي د غوښتنې برخلاف د انتخاباتو نتایج اعلان کړي او یو شمېر هغه کاندیدان یي بریالي اعلان کړي، چې لوی څارنوالۍ ته د درغلیو له امله د تحقیقاتو لپاره ورپیژندل شوي وو.
باختر:
باختر نا دولتي ورځپاڼې بیا د ملي شورا د یو شمېر پخوانیو غړو، چې دا ځلې ناکام اعلان شوي دا خبردارې راخیستې، که یی غوښتنې و نه منلې شي، نو له پراخو مظاهرو سره به لوی لارې وتړي.
ورځپاڼې د ولسي جرګې د دارلانشاء وروستي اقدام ته هم کتنه کړې،چې له مخې د دغو وکیلانو په وړاندې د ملي شورا دروازې وتړلې شوی.
ورځپاڼې لیکلي، چې دې کار د ولسي جرګې په پخوانیو غړو کې زیاته غصه راپارولې او پخواني قانون جوړوونکي یي قانون ماتولو ته اړ کړي دي.
راه نجات:
راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا د لوی څارنوالۍ دا غوښتنه راخیستې، چې کتونکي او کارپوهان دې د انتخاباتو په اړه له هر ډول نظر ورکولو نه ډډه وکړي.
که څه هم ورځپاڼې د دې غوښتنې د اهدافو په اړه څه نه دي ویلي، خو د هغې په وړاندې یي د خبریالانو د یوې ټولنې غبرګون راخیستې او لیکلي، چې لویه څارنوالۍ دې د استبداد زمینه نه برابروي.
په افغانستان کې د امریکا ماموریت بله مهمه مسئله ده، چې د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې راخیستې.
ویسا:
ویسا د یوې لویدیځې خپرونې په حواله لیکلي، چې امریکا باید له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي او له خلیج او هند له سمندرونو څخه ترهګر په نښه کړي.
ورځپاڼې د دې خپرونې په حواله لیکلی، چې د هند او پاکستان ترمنځ رقابت د افغانستان د بې ثباتۍ لامل ګرځیدلې او امریکا ته پکار ده، چې یوه داسې سیمه ایزه ستراتیژي ولري، څو وکړای شي له افغانستان څخه ووځي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په امریکا او نړېوالې ټولنې بیا دا انتقاد کړې، چې په تیرو کابو لسو کلونو کې یي په افغانستان کې داسې څه نه دي کړي، چې دغه هېواد دې په کومه برخه کې په خپلو پښو ودریږي.
راه نجات:
راه نجات بیا په دې ترڅ کې په افغانستان کې د هالبروک ماموریت ته کتنه کړې، چې اوس اوس د زړه د ناروغۍ له کبله مړ شو.
ورځپاڼې د افغانستان-پاکستان او هند په مثلث کې د هالبروک ماموریت نیمګړتیاو ته اشاره کړې او هغه یي ناکام بللې دې.