د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۵

د بغلان د سروزرو کان او د سرپل تیل په اجاره ورکول شول


د افغانستان د شمال په هسکو غرونو کې د ټوپکو او توپونو په غږونو سره سره، تر ځمکې لاندې د میلونونو ډالرو په ارزښت د سروزرو کانونه پټ دی او حکومت یي د را ایستلو په مقصد د دوشنبې په ورځ له لویدیځو پانګوالو سره قرارداد لاسلیک کړ.

افغان او امریکایي چارواکي هیله من دي، چې نورې معاملې او قراردادونه به هم لاسلیک شي او د دغه بې وزلې هېواد اقتصاد به ورباندې وغوړیږي.

د امریکا د دفاع وزارت مرستیال پال برینکلي د دوشنبې په ورځ وویل، د بغلان د دوشي د سروز زرو د کان د استخراج دا پروژه د افغانستان د اقتصادي خپلواکۍ په لور یو مهم ګام دی. ده وویل، دا په افغانستان کې د نړېوالې پانګونې په تاریخ کی د انعطاف نقطه ده.

پال برینکلي، چې د امریکا د دفاع وزارت د سوداګرۍ او ثبات د عملیاتو مشري هم کوي، وایي، د افغانستان د سرو زرو د کان د استخراج له قرارداد څخه معلومیږي چې نړېوال پانګوال په راتلونکي کې د افغانستان په اقتصاد باور لري.

د افغانستان د کانو وزیر وحیدالله شهراني وایي، د دوشي د کان په استخراج کې لسو تنو بهرنیو پانګوالو چې زیاتره یي امریکایان او انګلسیان دی، شاوخوا پنځوس میلیونه ډالره پانګونه کړې ده. ده زیاته کړه، د سروزرو بل کان په تخار ولایت کې هم شته.

شهراني زیاته کړه، د پخواني شوروي اتحاد د وخت په سروې او څیړنو کې د افغانستان د سروزرو د کانونو زیرمې ۲۵ میلیارده ډالره اټکل شوې وې، خو اصلي رقم تر دي ډېر زیات دی.

شهراني وایي، په بدخشان، تخار، بامیان، غزني او زابل ولایتونو کې د سروزرو سترې زیرمې هم موجودي دي.

له بلې خوا د افغانستان حکومت د دوشنبې په ورځ د غضنفر په نامه افغانې کمپنۍ سره د تیلو د استخراج شپږ میاشتني قرارداد لاسلیک کړ. د دغه قرارداد پر اساس به غضنفر کمپنۍ، د سرپل ولایت د انګوت له سېمې څخه خام تیل راباسي او د یوه بیرل خامو تیلو بیه به یي اتیا امریکایي ډالره وي.

د کورنیو جګړو له امله، په دغې سېمې کې د تیلو د استخراج چارې له ستونزو سره مخامخ شوې وې خو دا مهال به هره ورځ اته سوه بیرله تیل ورڅخه را ایستل کیږي.

په دې توګه به د تیلو د استخراج عاید په میاشت کې یو میلیون ډالره وي، افغان چارواکی وایي، له شپږو میاشتو وروسته به د سر پل د انګوت د سېمې د تیلو د استخراج قرارداد، ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شي.

د افغانستان د کانو وزیر وحیدالله شهراني وایي، په سرپل کې د تیلو د زیرمو اندازه ۸۰ میلیونه بیرله اټکل شوي ده . دی وایي، د راتلونکي جولای میاشت کې به د مزار شریف په شمال کې د تیلو یو بل زیرمه ځای فعال شي، چې د تیلو زیرمې یي یو اعشاریه اته میلیارده بیرله اټکل شوې ده،د دغه ځای د تیلو د استخراج لپاره به سترې نړېوالې کمپنۍ میدان ته شي.
XS
SM
MD
LG