د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې قرغزي چارواکي وستایل


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن د قرغیزستان له ولسمشرې روزا اوتنبایوا سره
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن د قرغیزستان له ولسمشرې روزا اوتنبایوا سره

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د پنجشنبې په ورځ ( لیندۍ ۱۱) له قرغزي چارواکو مننه وکړه چې د هغو امریکایي ځواکونو لپاره چې په افغانستان کې عملیات کوي دوی په خپله خاوره کې د اکمالاتو لپاره اډه ورکړې ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره د پنجشبنې په ورځ له قزاقستانه قرغزستان ته ولاړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې د قرغزستان د حکومت ستاینه وکړه چې لا یې هم د مناس هوایي اډه امریکایي پوځیانو ته سپارلې ده. له دوه زره لومړي کال راهیسې له دې اډې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې د خپلو پوځیانو اکمالات کوي.
هیلري کلنټن وویل:
« زه د قرغزستان له ولسمشرې مننه کوم چې د مناس د ترانزیټي اډې د تړون ملاتړ کوي. دا په نړیواله سطحه د افغانستان د ثبات لپاره ډير مهم کار دی او همداراز د سیمې د ثبات لپاره اهمیت لري. د ایتلاف ډیر ځواکونه افغانستان ته د مناس له اډې ځي، موږ ستاسو د ملت له دې میلمه پالنې ډیر خوشال یوو»

د مناس د پوځي اډې په اړه د قرغزستان ولسمشرې روزا اتنبایوا وویل، راتلونکی حکومت به په دې اړه پریکړه کوي چې د دې اډې تړون اوږد کړي که نه کړي. اتنبایوا زیاته کړه چې په دې کې شک نه شته چې دا اډه پر ترورستانو د فشار راوستو لپاره مهمه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې د قرغزستان د حکومت ستاینه وکړه چې د پآرلماني انتخاباتو له لارې یې دا ثابته کړه چې دغه ډول ډیموکراسي په منځۍ اسیا کې کار ورکوی.

هیلري کلنټن دا خبرې په بشکیک کې د قرغزستان له ولسمشرې روزا اتنبایوا سره په ګډې خبرې غونډې کې وکړې. دې وویل:
« ډیر داسې کسان شته چې دوی وایي پارلماني ډیموکراسي سمه ډیموکراسي ده خو په منځنۍ اسیا او یو شمیر نورو سیمو کې کار نه ورکوي. موږ دا ردوو او فکر کوو چې قرغزستان دا ثابته کړه»

هیلري کلنټن ټینګار وکړ چې ډیموکراسي، د بشري حقونو رعایتول او د مدني ټولنې لپاره کار کول د هیوادونو د ثبات او بریالیتوب علتونه دي.
هیلري کلنټن وروسته تر دې قرغزستان ته ولاړه چې د دغه هیواد درې سیاسي ګوندونه، سوسیال دیموکرات، ریسپبلیکا او عطا میکین موافقه وکړه چې په ګډه حکومت جوړ کړي.

د اکتوبر په لسمه چې کله انتخابات وشول یوه ګوند هم پکې اکثریت خپل نه کړ. دا انتخابات په اپریل کې د پخواني ولسمشر کورمانبیک باکییف له لرې کیدو وروسته وشول او د هیواد ریاستي سیستم یې په پارلماني بدل کړ. باکییف له مظاهرو وروسته له واکه لرې شو په دې مظاهرو کې په لسګونو کسان ووژل شول.

وروسته بیا د جون په میاشت کې د ازبکانو او قرغزیانو تر منځ په قومي شخړو کې تر څلور سوه ډیر کسان ووژل شول. هیلري کلنټن وویل، هیلمنه ده چې د دې شخړو عاملان به محکمې ته راکاږل شي.

البته په قرغزستان کې لاهم امنیتي ستونزې نه دې هوارې شوې. د سې شنبې په ورځ لږ تر لږه درې تنه چې دوه یې د پولیسو افسران وو او یوه یې نرسته وه په مرکز بیشکک کې چاودنې ووژل او چارواکو هغه کسان مسوول وګڼل چې په بهر کې یې د ترروستي فعالیتونو روزنه کړې ده.
XS
SM
MD
LG