د انتخاباتو خپلواک کميسون پرون وويل، چې په انتخاباتو کې د درغليو په باب له روانو تحقيقاتو سره سره به د سنبلې د اووه ويشتمې نېټې د ولسي جرګې ګټونکو کانديدانو ته بريليکونه ورکړي.
لويې څارنوالۍ د انتخاباتي درغليو په ارتباط د انتخاباتو د کميسون د څلور مقاماتو په شمول نهه تنه د پوښتنو ګروېږنو لپاره احضار کړي دي.
د افغانستان لويه څارنوالۍ وايي، چې د انتخاباتو او انتخاباتي شکايتونو د کمسيونونو د چارواکو په اړه د شويو شکايتونو څيړنه ضروري ده او هرومرو به له اړوندو چارواکو څخه تحقيقات کوي.
د لويې څارنوالۍ د شکايتونو د کمسيون مشر حفيظ الله حفيظ ازادي راډيو ته وويل، چې د دغو کمسيونونو د اړوندو چارواکو په نامه يې خپله احضاريه پوليسو او دغو کمسيونونو ته استولې ده.
خو د انتخاباتو د کمسييون وياند بيا ادعا کوي، چې دوی ته تراوسه پورې د لويې څارنوالۍ له خوا کومه احضاريه نه ده رسېدلې.
د فرانس پريس خبري اژانس د راپور له مخې د انتخاباتو د کميسون مقاماتو د لويې څارنوالۍ اقدام يوه سياسي هڅه بللې او ويلي يې دي، چې دا اداره د حکومت په انحصار کې ده او لويه څارنوالۍ د انتخاباتو په نتيجو خوشاله نه ده.
د انتخاباتي شکايتونو د کميسون وياند او غړي احمدضيا رفعت هم، چې د لويې څارنوالۍ له لوري احضار شوی، ويلي چې د ده کميسون سم اقدامات کړي او ژمنه يې کړې، چې د هيچا هيڅ راز فشار ته به سر ټيټ نه کړي.
رفعت پرون وويل: «د انتخاباتي شکايتونو کمسيون د لويې څارنوالۍ احضاريه رسماً ترلاسه کړې. خو په دې احضاريه کې ځينې ابهامات شته، چې د انتخاباتي شکايتونو کمسيون يې له لويې څارنوالۍ څخه د وضاحت غوښتنه کوي.
غواړم دا هم ووايم، چې د انتخاباتي شکايتونو کمسيون له هر ډول تحقيقاتو، چې په جرمي او جنايي برخو کې کيږي، هر کلی کوي.»
خو ښاغلي رفعت دا ونه ويل، چې د لويې څارنوالۍ له خوا په وررسيدلې احضاريه کې څه ډول ابهامات موجود دي او څومره جدي دي.
هغه يو ځلې بيا د دغه کمسيون دريځ تکرار کړ، چې هيڅ راز سياسي فشار به ونه مني او د غزني په ګډون د انتخاباتو پايلې به بدلې نه شي.
د انتخاباتو کميسون د ولسي جرګې د انتخاباتو نتيجې له ټاکنو کابو دوې مياشتې وروسته اعلان کړې. د انتخاباتو د نتيجو اعلان په هغو کې د زياتو درغليو د ادعاوو په خاطر وځنډېده.