لندن ټایمز:
لندن ټایمز ورځپاڼې د لیزبن د کنفرانس په اړه په مقاله کې لیکلي دا هغه اساسي غونډه ده، چې هم به د افغانستان جګړه او هم به د ناټو تړون راتلونکې ترسیم کړي.
دا همدا راز د ناټو او روسیې ترمنځ د روابطو یوه نوې کړۍ ټینګولاي شي.
لندن ټایمز لیکي له جمهور ریس حامد کرزي سره د ناټود اوږدمهالې همکارۍ موافقه به د ناټو غړو ته په افغانستان کې د مصارفو د کمولو زمینه برابره کړي خو دا د جګړې د پاې ته رسیدو مانا نه لري.
لندن ټایمز لیکي د امریکا د متحدوایالاتو جمهور ریس بارک اوباما ویلي، چې بلاخره دوی د وسله والو طالبانو د ماتولو، د لا زیاتو امنیتي ځواکونو د روزلو او له افغانانو سره د مرستې لپاره زیات منابع او ستراتیژي لري.
ورځپاڼه لیکي، د ناټو تړون په تاریخ کې افغانستان د دې تړون د پوځي عملیاتو تر ټولو اوږد مهالې او پراخ سنګر و. په افغانستان کې د یوه پیاوړي مرکزي حکومت په رامنځ ته کولو کې د ناټو تړون ناکامي به د اتلانتیک دواړو خواوو کې ناټو ته کاري ضربه ورکړي او د دې تړون د ضعف سبب به شي.
واشنګټن پوسټ:
د امریکا چاپ ورځپاڼه واشنګټن پوسټ په لیزبون کې د غونډې په اړه په مقاله کې لیکلي دي، د ناټو تړون عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن دا د تړون د ماموریت د یوې نوې مرحلې پیل ګڼلې او ویلي دي، چې په دې ډول به افغانستان د خپلې جګړې رهبران شي.
راسموسن ویلي په افغانستان کې برې دوی ته هغومره اهمیت لري لکه افغانانو ته نو که مخالفین داسې فکر کوي چې ناټو افغانستان ور پریږدي، دا بیخي غلط فکر دی.
ناټو به زماني قید ته له پاملرنې پرته تر هغو په افغانستان کې پاتې شي چې دلته پيل کړې ماموریت یې پاې ته ورسیږي.