د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۰۹

عمر:ټولې خصوصي امنیتي کمپنۍ به تر۱۷م د دیسمبره منحل شي


 د ولسمشر کرزي ویاند وحید عمر
د ولسمشر کرزي ویاند وحید عمر
افغان حکومت یو ځلې بیا په هېواد کې د فعاله خصوصي امنیتي کمپنیو د تړلو په اړه په خپلې پریکړې ټینګار وکړ او ویي ویل، چې د را روانې دیسمبر میاشتې تر اوولسمې نېټې پورې به دا بهیر بشپړ کړي.

د ولسمشر کرزي ویاند وحید عمر، چې د دوشنبې په ورځ یي په کابل کې په دې اړه خبریالانو ته معلومات ورکول وویل، چې د لوړې کچې په یوه غونډه کې په دې اړه مهمې پریکړې شوي، چې یوه یی هم د دغو کمپنیو د تړلو په اړه د ولسمشر کرزي د فرمان پلي کول دي.

که څه هم د ښاغلي عمر په وینا دغه بهیر به له هر ډول مراعات او استثنا پرته ترسره شي، خو افغان حکومت خپله یو شمېر هغو کمپنیو ته استثنا قایل شوې، چې د بهرنیو ډیپلوماټیکو ادارو، سازمانونو او دفترونو امنیت ساتي.

د ښاغلي عمر په وینا دا هغه کوچنۍ امنیتي کمپنۍ دي، چې افغانانو ته یی زیان نه رسیږي او حکومت له پخوا دا کمپنۍ په دغه بهیر کې نه وې شاملې کړې:

(هغه کمپنۍ چې د ملګرو ملتو دفتر ساتي او یا هم په کوم سفارت کې دننه د سفارت امنیت تامینوي هغه نه د افغانانو لپاره ستونزې جوړوي او نه هم په دغه کټه ګوری د امنیتي کمپنیو کې شاملیږي.)

د ښاغلي عمر په وینا د پاتې امنیتي کمپنیو د تړلو بهیر له پلان سره سم د کورنیو چارو د وزارت له خوا پر مخ بیولې کیږي، چې له کومې استثنا پرته به تر ټاکلې نېټې پورې بشپړ شي.

افغان ولسمشر په خپل فرمان کې د دغو امنیتي کمپنیو د تړلو لپاره، چې د ده په وینا په روانو نا امنیو او د خلکو په زورونه کې لاس لري څلور میاشتې وخت ورکړې.
ښاغلي عمر د دې غونډې یوې بلې مهمې پریکړې ته هم اشاره وکړه او ویي ویل، چې د امنیتي کمپنیو د تړلو لپاره تر ټاکل شوې نېټې پورې به هغه ټولې امنیتي کمپنۍ هم له کومې استثنا پرته وتړلې شي، چې د افغان لوړ پوړو چارواکو په عزیزانو او یا دوستانو تړاو لري:

(یوه فوق العاده مهمه پریکړه، چې نن وشوه هغه داده، چې هغه ټولې خصوصي امنیتي کمپنۍ، چې د افغان حکومت د لوړ پوړو چارواکو په خپلوانو، عزیزانو او دوستانو اړه لري له کومې استثنا پرته د دیسمبر د میاشتې له اوولسمې نېټې نه مخکې، چې د امنیتي کمپنیو د تړلو د څلورمیاشتني ضرب الاجل پاې دې وتړلې شي.

په دې بهیر کې به هیڅ کومه استثنا په پام کې نه نیولې کیږي، چې له چا سره تړاو لري او څوک یی ملاتړ کوي.)

ښاغلي عمر زیاته کړه، چې د کورنیو چارو وزارت، چې د امنیتي کمپنیو د منحلولو د بهیر مشري په غاړه لري له لوی اختر وروسته به د هغو کمپنیو نومونه اعلان کړي، چې د لوړ پوړو افغان چارواکو له خپلوانو سره تړاو لري او یا هم په یو نه یو ډول د دوي له خوا یي ملاتړ کیږي.

د ورکړل شوېو معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې له پنځوسو زیاتې خصوصي امنیتي کمپنۍ فعالیت کوي، چې تر ډیره د بهرنیو موسیسو، د ناټو د ځواکونو د اکمالاتي کاروانونو او اډو د ساتلو مسؤلیت ور په غاړه دې.

د دغو کمپنیو د تړلو لپاره د افغان ولسمشر فرمان که څه هم په ځینو مواردو کې د لویدیځو متحدینو د ځینو کړیو له مخالفت سره مخ شوې، خو ملګرو ملتونو او ځینو لویدیځو دولتونو یی ملاتړ کړې.
XS
SM
MD
LG