د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

روغتیا وزارت:افغانان اته په سلو کې د شکر په ناروغۍ اخته دي


 د عامې روغتیا وزیرې ډاکټر ثریا دلیل
د عامې روغتیا وزیرې ډاکټر ثریا دلیل
لوږه او بی وزلي د ځینو نورو ناروغیو ترڅنګ، چې په وروسته پاتې هېوادونو کې خلک ورسره لاس او ګران دي د شکر ناروغۍ د خورېدو یو اساسي لامل هم ګڼل شوې.

د ورکړل شوېو معلوماتو له مخې د نړۍ په کچه په دې ناروغۍ اخته په سلو کې اویا کسان په وروسته پاتې هېوادونو کې ژوند کوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې افغانستان هم د دغو هېوادونو یو غړې دې، چې اوس مهال یی په سلو کې اته وګړي په دې ناروغۍ اخته دي.

د عامې روغتیا وزیرې ډاکټر ثریا دلیل، چې د شکر ناروغۍ د نړېوالې ورځې له لمانځلو یوه ورځ وروسته له ازادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې خبرې کولې وویل، چې دا اټکل هم موجود دې، چې په راتلونکو دوو لسیزو کې دا ناروغۍ په بې ساري توګه خپره شي:

(هغه شمېرې، چې موږ یی لرو ښیۍ، چې د افغانستان په سلو کې اته وګړي د شکر په ناروغۍ اخته دي.

د نړۍ په کچه د شکر ناروغۍ په تېرو دوو لسیزو کې په بې ساري ډول زیاته شوې او اټکل کیږي، چې په راتلونکو شلو کلونو کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر نور هم زیات شي.

په دې ناروغۍ اخته په سلو کې اویا کسان په هغو هېوادونو کې ژوند کوي، چې وروسته پاتې دي او یا هم لږ اقتصادي عایدات لري، نو لوږه یو له هغو لاملونو ده، چې د ناروغیو او د شکر ناروغۍ د خورېدو اسباب برابروي.)

خو دا نه دي ویل شوي، چې د عامې روغتیا وزارت دغه شمېره له کوم درکه ترلاسه کړې، دا څیړنه دوي کړې او که د کومې بهرنۍ مرجعې له خوا د دوي په واک کې ورکړل شوي.

میرمن دلیل وویل، چې اوس مهال په افغانستان کې د دې ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره ټول شپږ مرکزونه موجود دي، چې درې یی په کابل او درې یی په ننګرهار، بلخ او هرات ولایتونو کې موجود دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په دې مرکزونو کې له اته دیرشو زرو نه زیات خلک له مراجعې وروسته تر درملنې لاندې نیول شوي دي.

د ډاکټرانو په وینا دا ناروغۍ که څه هم په ځینو مواردو کې په ماشومانو او ځوانانو کې لیدل شوې، خو عمومي قربانیان یی هغه خلک دي، چې عمرونه یي له پنځه څلویښتو زیات دي.

که څه هم په عامه اصطلاح دې ناروغۍ ته د شتمنو خلکو ناروغۍ ویل کیږي، چې تل غلیظ خواړه خوري، خو داکټر ثریا دلیل بیا ځینو نورو عواملو ته هم ګوته نیسي، چې په بدن کې د انسولینو تولید کموي او دا ناروغۍ زیږوي:

(هغه عوامل او فکتورونه، چې په بدن کې د انسولینو د تولید د کمزورې کېدو سبب ګرځي بېلابېل دي.

محدود فزیکي فعالیتونه او چاقي، دویمه یي نا متوازنه خواړه یعنې د غړو خواړو کارول، چې په هغو کې سبزیانې، میوې او لبنیات شامل نه وي او د خواړو یو غیرمناسب ترکیب جوړوي او د سګرټو څکول هغه لاملونه دي، چې د شکر ناروغۍ د پیدا کېدو اسباب برابروي.)

د ډاکټرانو په وینا که څه هم دا یوه وژونکې ناروغۍ نه ده او درملنه یي ممکن ده، خو که له دې سره په بدن کې نورې ناروغۍ موجودې وي، لکه د وینې جګ فشار، د بډوډو تکلیف او یا هم د زړه تکلیف نو درملنه یی ستونزمنه کیږي.

دا، چې دا ناروغۍ تر کومه حده مرګوني ده او څومره کسان یی د مرګ په خوب ویده کړي، د میرمن دلیل په وینا په دې اړه له دوي سره کومه احصایه نه ده موجود.

ډاکټر دلیل خلکو ته سپارښتنه کوي، چې له دې ناروغۍ څخه د ژغورمې لپاره باید هر ورځ لږ تر لږه نیم ساعت پلي وګرځي او فزیکي فعالیت وکړي.
XS
SM
MD
LG