د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون هغه راپورنه بې بنښته وبلل، چې ګواکې دغه کمیسیون د کاندیدانو د نومونو د حذفولو او یا هم زیاتولو لپاره د ولسمشر کرزي تر فشار لاندې دي.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړي احمد ضیا رفعت، چې د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل، چې د ولسمشر کرزي له خوا د دوی په چارو کې هیڅ ډول مداخله نه ده شوې او نه هم کوم فشار موجود دی.
خو ښاغلي رفعت زیاته کړه، چې ځیني دولتي کړۍ غواړي، چې په غیر مستقیمه توګه دغه کمیسیون تر فشار لاندې ونیسي او ځینې ناکام کاندیدان په وروستي لسټ کې شامل کړي، خو د ده په وینا دغه فشارونه به د دوی په چارو کوم اغیز ونه کړي.
"په داسې حال کې، چې موږ د ولسمشر کرزي له خوا د انتخاباتي شکایتونو پر کمیسیون وارد فشار شوي ردوو دا بیا نشو ردولی، چې ځېنې دولتي کړۍ موجودې دي، چې د هغو کاندیدانو لپاره چې پارلمان ته يې لاره نه ده موندلې پردغه کمیسیون فشار راوړي.
خو دغه دولتی کړی دې په دې پوه شي، چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون به هیڅ ډول فشار ته غاړه نه ږدي."
تر دې مخکې ځینو رسنیو په خپلو رپورټونو کې د ولسمشر کرزي له خوا د داسې فشارو د موجودیت یادونه کړې، خو هم د ولسمشر ویاند او هم د انتخاباتي شکایتونو کمسیون دا مساله په کلکه رد کړه.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د سې شنبې ورځې په خبري غونډه کې په لوګر، خوست، جوزجان او هلمند ولایتونو کې د ۱۵ نورو محلونو رایې باطلې اعلان کړې.
ښاغلي رفعت زیاته کړه، چې له دې سره د ټولو ۵۰۰ صندوقونو رایې بیاوشمېرل شوې.
"په تولیزه توګه د ۵۰۰ صندوقونو رایې د کاندیدانو د استازو پروړاندې بیا وشمېرل شوې او د هغه رپوټ د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته وړاندې شو.
که په بیا شمېرل شویو صندوقونو کې تفاوتونه موجود وي، نودغه کمیسیون به په وروستی پایله کې دغه تفاوتونه په پام کې نیسي."
د انتخاباتي شکایتونو د کمسیون له خوا د رایو د څیړلو دا هڅې په داسې حال کې روانې دي، چې په کابل او د هیواد په نورو ښارونو کې د ولسي جرګې په سلګونو کاندایدان واټونو ته په راوتلو دا انتخابات غیر مشروع بولي.
دغو کاندیدانو د انتخاباتو د بیا ترسره کولو غوښتنه کړې او په عین حال کې یې نړیوالې ټولنې ته ویلي، چې له داسې پوچو پروسو نه باید ملاتړ ونه کړي.
بل لور ته د انتخاباتو خپلواک کمسیون که څه هم د شویو درغلیو نه سترګې نه پټوي، خو وایي، چې په دویم ځل د انتخاباتو ترسره کول امکان نه لري او دوی هڅه کوي، چې شوې درغلۍ او وررسیدلي شکایتونه په سمه توګه وڅیړي.