خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې دا سفر د امریکا د هغو هڅو یوه برخه بللې، چې په سیمه کې د پاکستان د متبادل د موندلو لپاره یې کوي.
ورځپاڼې لیکلي، چې امریکا اوس مهال د ترهګرۍ په خلاف د پاکستان له دوه مخې سیاست نه پوزې ته راغلی او غواړي، چې په خپله نړیواله پالیسۍ کې بدلون راولي او په دې توګه د پاکستان یو متبادل پیدا کړي.
ورځپاڼې لیکلي، چې هند او روسیه د امریکا لپاره دوه ښه متبادله دي، چې د روانې جګړې په پرمخ بیولو کې د امریکا ښه همکاران ثابتدای شي.
د ورځپاڼې په باور روسیه د ترهګرۍ په خلاف په روانه جګړه کې تر بل هر وخت زیات امریکا او ناټو ته نږدې شوی او په پام کې ده، چې په راتلونکې کال کې له امریکا او ناټو سره خپلې همکارۍ پراخې کړي.
ورځپاڼه لیکي، که هند هم وغواړي کولی شي، چې له امریکا او ناټو سره د استخباراتي معلوماتو په تبادله، لوجسټیکي تامیناتو او د افغانستان په بیارغونه کې مرسته وکړي.
خدمتګار لیکي، چې امریکا په هند، افغانستان او روسیه کې له پاکستان نه زیاتې ګټې لري او پاکستان هرو مرو د دغو ګټو قرباني ګرځي.
خو د ورځپاڼې په وینا دا اوس په افغان او هندي چارواکو پورې اړه لري، چې په څه ډول د امریکا له دې دریځه ګټه پورته کوي.
راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا د امریکایي سناتور جان میککن څرګندونو ته په اشارې د امریکا او هند اړیکې په یو ازمیښت کې بللي او لیکي، که امریکا له وخت نه مخکې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي نو ممکن د هند او امریکا اړیکې زیانمنې شي.
ورځپاڼه د جمهوریت غوښتونکو د ګوند د دغه سناتور په حواله لیکي، چې دا باوري ده، چې له وخت نه مخکې له افغانستان څخه د ځواکونو ویستل به زموږ لپاره ناوړه پایلې ولري، خو دا پایلې به د هند لپاره ځکه د زغم وړ نه وي، چې په ګاونډ کې به یې ترهګر یو ځلې بیا یو ډاډمن پټن ځای ترلاسه کړي.
د ورځپاڼې په وینا مکن په دې باور دی، چې د پاکستان په پوځ او استخباراتو کې ځینې عناصر له دغو وسله الو ډلو په سیمه کې د نفوذ د یوې الې په توګه ملاتړ کوي.
خو سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې اسیا او په تیره بیا هند ته د امریکا د ولسمشر سفر سیاسي نه بلکې تر ډیره اقتصادي اهداف لري.
ورځپاڼې لیکلي، چې اوباما هڅه کوي، چې د دغه سفر په مهال د اسیا له اقتصادي ځواکونو سره اړیکې پراخې کړي.
د ملي ارمان نادولتي ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې پر وسله والو طالبانو سخت انتقاد کړی، چې لا هم په خپلو اعمالو بې ګناه انسانان وژني.
د مقالی لیکونکي په پاکستان کې په یو جومات کې چاودنې ته په اشارې د طالبانو مسلماني تر پوښتنې لاندې را وستی او لیکلي، چې په دې ډول اعمالو سره نړیوالو ته د اسلام ناسم انځور وړاندې کېږي.
ورځپاڼې په بل ځای کې په افغانستان کې دامریکایي ځواکونو په حضور او د وتلو په مسالې تبصره کړې ده.
مقاله لیکونکی وایي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونود تدریجي وتلو پلان کولای شي، چې بدې پایلې له ځان سره ولري.
د خدمتګار ورځپاڼې هم،په افغانستان او سیمه کې د بې ګنا خلکو په وژنې تبصره کړي.
دغه ورځپاڼې د ملکي خلکو وژنه له بیلا بیلو اړخونو څیړلي او په غټ سرلیک سره يې لیکلي دي چې خلک د دین او ډیموکراسۍ پر نوم وژل کېږي.
ورځپاڼه وړاندې کاږي، چې ولسمشر حامد کرزي هم د پاچا خان د کړنو په یاد غونډه کې د ملکې خلکو وژنی ته په اشارې وویل، چې دا د د طالبانو او نړیوالو ځواکونو د جګړو محصول دی.
ورځپاڼې په بل مطلب کې د تشدد عواقب څیړلي دي او د طالبانو له مشرانو يې غوښتي ترڅو له خپلو کړنو پند واخلي او له تاوتریخوالي څخه لاس په سر شي.
مقاله لیکونکي په ډیرو دې مواردو کې د القاعده شبکه ملامته بللې او وسله وال طالبان يې هڅولي، چې له دې شبکې سره اړیکې وشلوي.
د راه نجات ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د ترهګرو پر ضد د جګړی په اړه تبصره کړې خو په دې اړه يې د نړیوالو ځواکونو ناهیلي ته اشاره کړې.
په مقاله کې راغلي دي، چې په اکثره مواردو کې په جګړو کې نړیوال ځواکونه خپله ماتې مني چې دا ماتې به وکړای شي وسله والومخالفینو ته ځواک ورکړي.
ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د انتخاباتی شکایتونو په څیړلو رڼا اچولې ده.
ورځپاڼې لويې څارنوالۍ ته د لسګونه تورنو کاندیدانو معرفي کول د انتخاباتو د شفافیت لپاره مهم ګام بللی دی.
ورځپاڼې ویلي دي، چې خلک په تمه دي ترڅو دانتخاباتو او انتخاباتي شکایتونو کمیسیونونه په دې اړه جدي ګامونه اوچت کړي او په عین حال کې يې له افغان حکومت څخه هم غوښتي دي، چې د دې بنسټونو له پریکړو څخه دې ملاتړ وکړي.