د ناټو چارواکي وايي، چې د لیزبن په غونډه کې به د افغانستان په اړه په یو شمېر مهمو مسلو باندې سره صلا مشورې او لازمې پریکړې وشي.
په کابل کې د ناټو د ملکي استازي ویاند ډامینک میډلي د دوشنبې په ورځ د یوې خبري غونډې په ترڅ کې په دې اړه وویل چې د دغې غونډې یوه پر دریمه برخه افغانستان ته ځانګړې شوې ده:
(د افغانستان لپاره به په دې غونډه کې تر ټولو مهمه خبره دا وي چې د مسولیتونو د انتقال پر پلان باندې چې له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۴ میلادي کاله پورې به بشپړ شي خبرې وشي.
دغه راز د افغان امنیتي ځواکونو روزل او د افغانستان او ناټو ترمنځ د اوږد مهاله شراکت په اړه به هم په دې غونډه کې یوځل بیا تعهد وشي.)
د لیزبن دوه ورځنۍ غونډه به د روانې نومبر میاشتې په ۱۹ او ۲۰ نیټه د پورتګال په پلازمینه لزبن کې ترسره شي چې د ناټو ۲۸ او د ایساف ۴۸ غړي هېوادونه به کې ګډون وکړي او تمه ده چې د افغانستان او د متحده ایالاتو ولسمشران به په کې هم ویناوي وکړي.
خو دا چې افغان حکومت باید د دغې غونډې لپاره څه ډول چمتوالی ولري او له کومې اجنډا سرا باید په دغې غونډه کې برخه واخلي په دې اړه افغان پوځي کارپوه جنرال امرالله امان ازادۍ راډیو ته داسې وویل:
(افغان دولت د امنیتي سکتور له امله اجنډا نشي ورکولای بلکې اجنډا نورهېوادونه ورکولای شي او دوي ځان سره خپل وړاندیزونه ساتلای شي.)
تر دې مخکې د روان میلادي کال د جولاي په میاشت کې د کابل کانفرانس جوړ شوی وه چې پکې افغان حکومت او نړیوالې ټولنه دواړه سره پدې صلا شوی وه چې د ۲۰۱۴ میلادي کاله پورې به له نړیوالو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د مسولیتونو د انتقال بهیر بشپړ شي خو پکې دا هم ویل شوي وه چې د انتقال لړۍ به په هیواد کې د موجوده شرایطو په څرنګوالي پورې اړه ولري.
راپور- مجاهد جواد،کابل