د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۶

په خوست کې ۵۲ میله وسله د ډایاک پروګرام ته وسپارل شوه


دغه وسله يې د ګربزو او شمل په سيمو کې د بې مسوليته وسلوالو کسانو څخه د يو لړعملياتو په ترڅ کې راټوله کړې ده.
دغه وسله يې د ګربزو او شمل په سيمو کې د بې مسوليته وسلوالو کسانو څخه د يو لړعملياتو په ترڅ کې راټوله کړې ده.
د يکشنبې په ورځ څه د پاسه دوه پنځوس ميله ِغټه او کوچنۍ وسله په داسې حال کې چې د خوست والي عبدالجبار نعيمي هم حاضر وو د امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم استحاقزي په لاس په خوست کې د ډاياګ يا د وسلو د راټولو د پروګرام مسولينو ته وسپارل شوه.

د خوست د امنيه قوماندان د وسلو د ورسپارلو پر مهال وويل: دغه وسله يې د ګربزو او شمل په سيمو کې د بې مسوليته وسلوالو کسانو څخه د يو لړعملياتو په ترڅ کې راټوله کړې ده.

د ده په وينا چې په خوست کې د ډاياګ پروسه په ښه شان روانه ده او څه موده وړاندې هم يو څلورپنځوس ميله مختلف النوعه وسله چې د پوليسو له خوا په بېلابېلوعملياتو کې نيول شوې وه د ډاياګ مسوولينو ته سپارل شوې اودا لړۍ به په راتلونکې کې هم ادامه ومومي.

د خوست والي چې د وسلو د ورسپارلو پر مهال حاضر وو د پوليسو د دې نيک اقدام ستاينه وکړه او تر څنګ يې له دوي وغوښتل چې د بې مسووليته کسانو څخه د وسلو د راټولولو په برخه کې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ او په سيمه کې د امن اوعامه نظم په راوستلو کې مهم او برجسته رول ولوبوي.

دا په داسې حا ل کې ده چې د وسلو د وروستۍ جوپې سره په تړاو درې شپيته تنه وسلوال کسان هم نيول شوي دي چې دا مهال د پوليسو په نظارت خانه کې تر پوښتنو لاندې دي.

د يادولو وړده چې د امنيتي مسوولينو په قول چې دغو نيول شوېو کسانو به وخت نا وخت له دغو وسلو څخه په لويو لارو او کليو کې د خلکو په زورونه کې ګټه پورته کوله.

راپور-- امير بهير، خوست
XS
SM
MD
LG