د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۴

دلیل:د هېواد په کچه شپږ زره قابلې روزو


د دې قابلو په روزلو سره چې د هېواد د لېرې پرتو سیمو څخه ټاکل کیږي، د عامې روغتیا وزارت اړ باسي چې د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې ښځینه روغتیایي کارکوونکي ولري
د دې قابلو په روزلو سره چې د هېواد د لېرې پرتو سیمو څخه ټاکل کیږي، د عامې روغتیا وزارت اړ باسي چې د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې ښځینه روغتیایي کارکوونکي ولري
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د هېواد لېرې پرتو سیمو ته روغتیایي خدمتونه ورسوي.

د عامې روغتیا سر پرستې وزیرې ډاکټر ثریا دلیل د شنبې په ورځ په کابل کې د دې تړون د لاس لیک پر مهال وویل چې اوس مهال د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې په سلو کې د یرش روغتیایي مرکزونه ښځینه روغتیایي پرسونل نه لري.

میرمن دلیل وویل چې دوي هڅه کوي په راتلونکو درېو کلونو کې د ټول هېواد په کچه نږدې شپږ زره قابلې وروزي چې له روزلو وروسته به په خپلو اړوند سیمو کې دنده ترسره کړي:

(د دې قابلو په روزلو سره چې د هېواد د لېرې پرتو سیمو څخه ټاکل کیږي، د عامې روغتیا وزارت اړ باسي چې د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې ښځینه روغتیایي کارکوونکي ولري، په دې اړه تر لاسه شوي ارقام ښیي چې په سلو کې له پنځه ویشت ان تر دیرشو پورې روغتیایي مرکزونه په لېرې سیمو کې د ښځینه روغتیایي کارکوونکو له کم والی سره مخامخ دی.

چې دا خپله له روغتیایي اسانتیاوو څخه د میندو او ماشومانو ګټه اخیستنه اغیزمنه کوي، د عامې روغتیا وزارت تر اوسه پورې توانیدلی چې تر اوسه دوه زره پنځه سوه قابلې وروزي او پر دندو یي وګماري.)

د عامې روغتیا وزارت او په پروان ولایت کې د امریکا او کوریا د بیا رغونې د ولایتي ټیم ترمنځ د لاسلیک شوي تړون له مخې به د پنجشیر، پروان او کاپیسا ولایتونو کې نږدې شپیته انجونې د قابلګۍ په برخه کې زده کړې وکړي چې وروسته به په خپلو اړوند سیمو کې دنده ترسره کړي.

اوس مهال د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې ډیری خلک روغتیایي اساسي خدمتونو په ځانګړي توګه په نسایي برخه کې روغتیایي خدمتونو ته لاس نه لري.

یوه ناروغه میرمن چې کابل ته د درملنې لپاره راغلې وایي، چې د دوي په سیمو کې د نسایي او ولادي برخې ډاکټرانې نشته او دوي مجبوره دي چې په خپل کور کې ولادت وکړي.

په عین حال کې یوه انجلۍ چې د کاپیسا ولایت څخه او د قابلګۍ په برخه کې به زده کړې وکړي هیله منده ده چې وبه کړای شي په کاپیسا ولایت کې دا ستونزه تر یوې کچې خپلې ستونزې هوارې کړي.

په تېرو نهو کلونو کې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې ډیر پرمختګونه شوي او په دې برخه کې د خصوصي سکټور فعالیتونه پراخ شوي خو په دې برخه کې د دولتي او خصوصي سکټور د فعالیتونو سره سره لاهم د هېواد لېرې پرتې سیمي د دوي له خدمتو بې برخې دي.

که څه هم مسولین لېرې پرتو سیمو ته د نه لاس رسي علت امنیتي ستونزې ښیي خو د عامې روغتیا وزارت وایي چې د اړوند سیمو د قابلو په روزلو سره به دا ستونزې د وخت په تېرېدو سره هوارې شي.

خبریاله: ذکیه غیاثي،کابل
XS
SM
MD
LG