د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

د ایران له خوا د نیول شوو افغان پولیسو برخلیک لا نه دی معلوم


د کورنیو چارو وزارت چارواکو ویلي چې دوي د دغه سرحدي پولیسو د را خوشې کولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړی.
د کورنیو چارو وزارت چارواکو ویلي چې دوي د دغه سرحدي پولیسو د را خوشې کولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړی.
په داسې حال کې چې د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا د شپږو افغان پولیسو د خوشې کولو لپاره هڅې روانې دي، خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي او عام افغانان له دولت څخه په ټینګه غواړي چې د دې ځواکونو په را خوشې کولو کې د ډيپلوماتیکو لارو په وسیله په بیړه اقدام وکړي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړي ګل پاچا مجیدي وایي، مخکې له دې ایراني پولیس هم د افغانستان خاورې ته سهوا را دا خل شوي خو افغان دولت د دوي تېروتنه منلې او په بیړه یي د خوشې کولو په برخه کې اقدام کړی دی نو اوس ایران ته هم ښایي چې د نیول شوېو شپږو افغان سرحدي پولیسو په خوشې کولو کې لاس په کار شي:

(زموږ ځواکونه د ایران حکومت له خوا اوس محکمې ته وړاندې شوي او حال دا چې ایران هر وخت چیغي وهي چې موږ د ښه نیت له مخې ښې اړیکې لرو.

همدارنګه پخوا ایراني سرتیري راغلي وه خو په همغه ورځ د افغان دولت له خوا خوشې شول خو ولې زموږ سرتېري په زندان کې پراته دي او محکمې ته پیژندل کیږي باید سمه پوښتنه وشي چې داسې ولې کیږي. )

خو په عین وخت کې یو شمېرعام وګړي هم افغان دولت تورنوي چې په بهرنیو هېوادونو کې د نیول شوېو افغان اتباعو په را خوشې کولو کې ناغیړي کوي.

دوي وایي که څه هم افغان پولیس د تلې میاشتې په یو ویشتمه نېټه نیول شوی خو تر اوسه ایراني چارواکو د نیول شوېو افغان پولیسو د خوشې کولو په اړه څه نه دي ویلي.

خو بل پلو افغان چارواکي د ایران خاورې ته د نیول شوېو افغان سرحدي پولیسو اوښتل مني خو وایي چې دغه ځواکونه د شپې د تیاري له امله د فراه ولایت د لاش جوین ولسوالۍ په سرحد کې د ایران خاورې ته سهوآ ورغلي دي.

د کورنیو چارو وزارت چارواکو ویلي چې دوي د دغه سرحدي پولیسو د را خوشې کولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړی.

چې په نږدې راتلونکي کې به نیول شوي پولیس بیرته را خوشې کړي، خو د چارو یو شمېر کتونکي وایي په ټوله نړۍ کې په سرحدونو کې دا ډول پېښې را منځ ته کیږي، خو دوي وایي:

چې دا ډول ستونزې د اړوند حکومتونو د مذاکراتو او په دې اړه د موجودو نړېوالو میثاقونو له لارې حل کیږي، خو هیله مند دی چې د ایران او افغانستان موجوده ستونزه هم د دواړو هېوادونو د چارواکو په تفاهم هواره شي.

راپور: ذکیه غیاثی،کابل
XS
SM
MD
LG