د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۴

توحیدي:د انټرنیټ کلبونو بندېدل غیرقانوني محدودیت دی


توحیدي:د تکنالوژي محدودول ډیره اسانه خبره نه ده، دا دزیار سره سره مسلکي کار غواړي، چې معلوماتي ټکنالوژي هغه محدوده کړي.
توحیدي:د تکنالوژي محدودول ډیره اسانه خبره نه ده، دا دزیار سره سره مسلکي کار غواړي، چې معلوماتي ټکنالوژي هغه محدوده کړي.
وروسته له هغې چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژی وزارت له خوا ځینې انټرنېټ کلپونه د غیر اخلاقي کارونې له امله وتړل شول، د نی یا د رسنیو د څار دفتر وایي، چې د انترنېټ کلبونو د بیا پرانیستنې لپاره يي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره خبرې کړي دي.

پر رسنیو د څار د دفتر یوه مسوول صدیق الله توحیدي ازادۍ راډیو ته وویل، که د مخابراتو وزارت د تولو غیر اخلاقي سایټونو د بندولو وس لري، نو دا یو ښه اقدام دی، خو د ځینو انټرنېټ کلبونو تړل به د هغه کسانو لپاره ستونزه جوړه کړي چې له انټرنېټ څخه سمه ګټه اخلي:

(د تکنالوژي محدودول ډیره اسانه خبره نه ده، دا دزیار سره سره مسلکي کار غواړي، چې معلوماتي ټکنالوژي هغه محدوده کړي.

غیر له دې په ټول ښار هر ډول فلمونه پیدا کیږي،دا اصلي یوه منبع نه ده اودا غیر قانوني محدودیت دی او باید بر رسي شي)
پر رسنیو د څار د دفتر یوه مسوول صدیق الله توحیدي ازادۍ راډیو ته وویل، که د مخابراتو وزارت د تولو غیر اخلاقي سایټونو د بندولو وس لري، نو دا یو ښه اقدام دی


په همدې حال کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژی وزارت چارواکي وايي، چې د څېړنې پر مهال معلومه شوه ، چې یو شمېر انټرنېټ کلپونه له دوو طریقو له انټرنېټي خدمتونو څخه ګټه پورته کوي او د انټرنیټي خدمتونو له شرکت څخه د جواز سربېره نور وسایل هم لري، چې د سټلایټ له لارې خپلو ګډونوالو ته دغیر اخلاقي سایټونو د کارونې زمینه برابروي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي د وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم سرپرست انجنیر خیرمحمدفیضي وايي، چې د دغه کار عاملین هرو مرو جریمه اویا هم د دوي شرکتونه به وتړل شي:

(په داسې حال کې، چې دوي د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې له لارښوونې څخه سرغړونه کړي وي، نو هغه مهال به دوي ته له نقدي جریمې پیل د جوازونو تر لغوه کېدو پورې دوي ته سزا واورول شي، خو لومړی به دوي ته نقدي جریمه ټاکو، خو که دغه سرغړونه څو ځلې تکرار شي، نو بیا به د دوي جوازونه لغوه کړو.)

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژی وزارت د تېرې دوشنبې په ورځ شا و خوا ۴ انټرنېټ کلپونه او ۲ انترنېټي شرکتونه د غیراخلاقي کارونې له امله وتړل.

بل خوا د یو شمېر انټرنېټ کلپونو مسولین وايي، چې دوي د خپلو مشتریانو مخه د غیراخلاقي سایټونو د کارونې پرمهال نه شي نیولی، دوي زیاتوي، چې د غیر اخلاقي سایټونو د بندولو پوښتنه باید له انټرنېټي شرکتونو څخه وشي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژی وزارت چارواکي وايي، چې په افغانستان کې شا و خوا ۱۵ شرکتونه په غیرقانوني توګه مخابراتي او انټرنېټي خدمتونه وړاندې کوي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، چې د دغه شرکتونو د خدمتونو د بندولو په هدف د دوی هڅې روانې دي، خو د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي د مخابراتو د وزارت له خوا د انټرنېټ کلبونو تړل، په هېواد کې د رسنیو سانسورته د زمینې برابرول بولي.
XS
SM
MD
LG