د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۴

په كوټه كې د بلوڅو محصلينو له خوا یو ستر لاریون


په كوټه كې د بلوڅو محصلينو له خوا يوه ستره احتجاجي مظاهره وشوه چې په كې يې د پوځي عملياتو د بندېدو شعارونه هم وركړل
په كوټه كې د بلوڅو محصلينو له خوا يوه ستره احتجاجي مظاهره وشوه چې په كې يې د پوځي عملياتو د بندېدو شعارونه هم وركړل
سره له دې چې د بلوچستان ايالتي حكومت په وار- وار ويلي چې د پروېز مشرف تر حكومت را وروسته د بلوچستان په هيڅ يوه سيمه كې هم پوځي عمليات نه دي شوي، خو ملتپال بلوڅان وايي چې وخت پر وخت يې په سيمو كې پوځي عمليات تر سره كېږي او بې ګناه خلك يې وژل كېږي.

دې ته په پام سره د دوشنبې په مازديګر ناوخته په كوټه كې د بلوڅو محصلينو له خوا يوه ستره احتجاجي مظاهره وشوه چې په كې يې د پوځي عملياتو د بندېدو شعارونه هم وركړل.

مظاهره چيانو په شعارونو كې په بلوچستان كې، په ځانګړې توګه د دې ايالت په جنوبي سيمه اواران كې په ماشكى نومې ځاى كې د پوځي عملياتو د بندېدو غوښتنه كوله.

دوي ادعا كوي چې په سيمه كې يې له تېرو څو ورځو راهيسې پوځي عمليات دوام لري، مظاهرې ته په وينا كې يوې بلوڅې پېغلې وويل چې په دا ډول عملياتو كې پر ملكي خلكو ظلم كېږي:

((څه موده كېږي چې په بلوچستان كې پوځي عمليات روان دي، د بلوچستان د ښارونو په پرتله په كوچنيو كليو او بانډو كې هم عمليات كېږي، چې هلته خلك له سياسته ناخبره په خپلو كارونو بوخت وي))

نوموړې وايي چې، پر خلكو يې له دې امله پوځي عمليات كېږي چي دوي پر خپلو وسايلو باندې واك تر لاسه كول غواړي:

((پاكستان له بلوڅانو سره هيڅ سر و كار نه لري، بلكې د دوي له تېلو او نورو معدني وسايلو سره يې سر و كار دى، ځكه يې تل پر معصومو بلوڅانو يرغلونه كوي او د غريبو بلوڅانو چې د لاس په تڼاكو او د تن په خولو يې كورونه جوړ كړي وي، په عملياتو كې يې كورونه ور سوځول كېږي.))

په دې احتجاجي مظاهره كې په لسګونو بلوڅو ځوانانو او پېغلو برخه اخيستې وه، چي د ښار پر بېلابېلو سړكونو باندې تر ګرځېدو وروسته يې د كوټې د مطبوعاتي مركز مخ ته احتجاجي غونډه دايره كړې وه.

د بلوڅو محصلينو د اتحاديې يوۀ مشر ډاكټر منير بلوڅ وايي، په تازه پوځي عملياتو كې يې تر لسو زيات كسان هم د پاكستاني امنيتي ځواكونو له خوا وړل شوي دي:

((په عملياتو كې د بلوڅانو كورونه سوځول شوي او د هغوي چې كوم موټر او نور شيان وو هغه يې هم سوځولي دي او څورلس تنه يې هم له ځانه سره وړي دي چې په هغوي كې څو تنه سپين ږيري او ماشومان هم شامل دي، موږ له ملګرو ملتونو او نورو نړېوالو ادارو څخه غوښتنه كوو چې پر موږ باندې د دې ظلم مخه ونيسي))

هېره دي نه وي چې په حكومتي كچه دا خبره نه ده تاييد شوې چې ګواكې په اواران يا د بلوچستان په بله كومه سيمه كې دي پوځي عمليات دوام ولري.

رپوټ:- باركوال مياخېل- كوټه
XS
SM
MD
LG