د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۵

د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې عمليات شوي


د کندهار شمال ته د شاولي کوټ ولسوالۍ ولسوال عبدالله وايي، په ارزګان کې ميشتو نړېوالو ځواکونو او د دغه ولايت د شهرا پوليسو د دې ولسوالۍ په چنارتو کلي کې ځانګړي عمليات کړي او د يوه قومندان په ګډون يي يوولس وسلوال طالبان وژلي دي.

د ولسوال په خبره عمليات هغه وخت وشوه کله چې په ياده سيمه کې په يوه کور کې د وسلوالو مخالفينو غونډه روانه وه، ولسوال زیاتوي په عملياتو کې ځواکونو ته يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم په لاس ورغلي:

(( وسلوالو طالبانو د ولسوالۍ په شمال کې په چنارتو کې غونډه درلوده د ايساف هوايي ځواک او د مطیع الله خان د شهرا پوليسو چاپه ووهله، يووليس تنه يي ووژل ځیني پټ شول او ځیني وتښتېدل د مړو سره وسلې هم پاتې شوي دي.))

د دولت وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، دا ځانکړي عمليات په داسې حال کې تر سره کيږي چې د شاولي په څنګ لوري ولسوالۍ ارغنداب او د ښار په لوديځ ژیړۍ ولسوالۍ کې هم د تېرې يوې مياشتې را په ديخوا د افغان او بهرنيو ځواکونو عمليات روان دي.

راپور : محمدصادق رښتينى، کندهار
XS
SM
MD
LG