لویدیځو چارواکو او څيړونکو د جمعې په ورځ وویل، چې د افغاستان د جګړې د پای ته رسیدو لپاره له طالبانو سره خبرې اصلي کلي ده.
دا خبره لویدیځ چارواکي د دې سربیره کوي، چې د فرانس پریس اژانس په وینا ناټو ویلې دي چې د طالبانو دا شرط به ونه مني چې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ویګاډز اسکاس وویل، موږ په دې باور یو، چې د افغانستان روانې شخړې د سولې هڅې هوارولی شي. نوموړي زیاته کړه چې موږ پوهیږو چې نړیواله ټولنه او اروپایي اتحادیه د روغې جوړې د خبرو سخت ملاتړ کوي.
((ICOS یا د نړېوال امنیت او پراختیا شورا چې په افغانستان کې یې څیړنې کړې دي، د سولې د خبرو حمایت کړی.
د دې شورا مشرې نورین مکډونالډ ووویل، پرته له څه شکه چې دا مهمه ده چې موږ د خبرو په اړه خبرې وکړو، خو نړیواله ټولنه د یوشمېر مهمو مسایلو وضاحت غواړي لکه د ښځو د حقونو د موضوع په برخه کې څو داسې نه شي چې د دوی حقوق تر پښو لاندې شي.
ناټو هم اعلان کړی دی، چې په افغانستان کې د سولې د هڅو ترشا ولاړه ده او په دې برخه کې به مرسته وکړي، خو د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو غونډې ته وویل، چې د اوس لپاره به ناټو په افغانستان کې د یاغیانو پرضد له عملیاتو لاس وانخلي.
د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني د پنجشنبې په ورځ څرګنده کړه، چې له یو شمیر طالبانو سره اړیکي نیول شوې دي:
"ځینو طالبانو سره خبرې اترې شوې دي. دا خبره ماته رسیدلې ده خو تایید شوې نه ده. ځینو طالبانو ویلي دي، چې تاسو زموږ سیمو ته راشي موږ به ستاسو امنیت وساتو یا به موږ درشو تاسو زموږ امنیت تامین کړئ یا به په بل ځای کې خبرې وکړو."
برهان الدین رباني د پاکستان له حکومته هم غوښتنه وکړه، چې په دې خبرو کې مرسته وکړي.
د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي ازادي راډیو ته وویل، چې د افغانستان په سوله کې پاکستان ډير څه کولای شي:
"پاکستان د دې لپاره د سولې په خبرو کې ډیر څه کولای شي، چې ترورستان په پاکستان کې دي."
پاکستان وایي، چې دې ته تیار دی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته زمینه برابره کړي او په دې برخه کې مرسته وکړي.
په بروکسل کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خبریالانو ته د جمعې په ورځ وویل، د روغې خبرې به د افغانانو په ابتکار کیږي خو پاکستان دې ته تیار دی چې په دې خبرو کې له ګاونډي افغانستان سره مرسته وکړي.
شاه محمود قریشي زیاته کړه، دا خبرې د افغانانو دي، دوی به یې مشري کوي، موږ به هلته مرسته کوو، امکانات به ورته برابرو، ځکه چې موږ غواړو چې افغانستان ته سوله راشي او د افغانستان په سوله کې د پاکستان خیر دی.