د افغان پولیسو او ملي اردو ځواکونو په ګډه سره د چهارشنبې کرې ورځ د یوې کارګو الوتکې د رالویدو په پیښه کې، د مړو د موندلو هڅې جاري وساتلي.
دا بار وړونکې کارګو د سې شنبې په شپه د بګرام له هوایي ډګر څخه د پرواز کولو لږه شیبه وروسته، د کابل هوایي ډګر ته له رسیدو د مخه د ښار پر ختیځو غرونو راولوېده.
د کابل د هوایي ډګر ريیس محمد یعقوب رسولي ازادي راډیو ته وویل، چې دا طیاره لومړۍ د غره له یوې ډبرې سره لګیدلې او بیا د تنګي غارو په سیمه کې لویدلې ده:
"د طیارې ډول دېرش یوسلو دېرش فاصله اته سوه وه، د پرګام له هوايي ډګر څخه یې د کابل هوايي ډګر په لور پرواز درلود.
ماښام اوه بجې او پنځه ویشت دقیقې وې، چې له رهدار څخه ورکه شوه، انه پرسونل یې درلود، چې شپږ تنه یې له فلپین، یو د کنیا او بل له هندوستان څخه و."
چارواکو وویل، دا طیاره یوه افریقایي شرکت پورې اړه لري او له یوې اوونۍ راهیسې یې د نیشنل ایر کارګو په نامه، له یوې امریکایي کمپنۍ سره د کرایې په بدل کې په کار بوخته وه.
دوی دا هم وویل، چې دې طیارې سربیره پر مرکز د هېواد ولایتونو ته هم لوژستیکي مواد لیږدول.
د طیاری د لویدو په پېښه کې د طیارې اته واړه عمله ټوله مړه شوې ده.
د ملی اردو یو سرتیری، چې د ده له ملګرو سره یوځای د سې شنبې له شپې راهیسې د سیمې امنیت ته ګمارل شوی و، د طیارې د لویدو لیدلی حال یې داسې بیان کړ:
"زما نوم فاروق دی، برید یم د درې لوا دویم کنډک. جسدونه دلته پراته وو، پنځه مړي مو ولیدل چې پښې او لاسونه یې سوځېدلي وو.
دوی وايي، مړه اته تنه و خو موږ پنځه تنه ولیدل."
په افغانستان کې میشت نړیوال ځواکونه، د دوی د موادو لیږدولو ته ډیر ځلې له لویو طیارو او هوایي کارګو څخه کار اخلي.
سره له دې افغان او بهرنیو ځواکونو د لویدلې طیارې د لویدلو د عواملو په هکله تراوسه څه نه دي ویلي خو وسله والو طالبانو ادعا کړې ده، چې طیاره دوی راغورځولې ده.
راپور: خان محمد(سیند)