د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۹

شوارډز: څنګه افغان کډوالو سره د دوی په راستنېدو کې مرسته کولای شو؟


د کډوالو او نفوسو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال اریک شواردز
د کډوالو او نفوسو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال اریک شواردز

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال چې په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د وضیعیت د لیدو په مقصد پاکستان ته تللی و، د سې شنبې په ورځ یې په کابل کې خبریالانو ته وویل..

د کډوالو او نفوسو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال اریک شواردز کابل ته د ده د سفر په وروستیو شیبو کې وویل، چې دوی به له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستانه شویو افغان کډوالو د ستونزو په اوارولو کې نورې مرستې هم وکړي.

اریک شواردز د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې مخکې له دې یې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضیعیت له نږدې لیدلی او د دوی د ستونزو د کمولو لپاره یې له پاکستاني چارواکو سره هم خبرې ترسره شوي دي.

امریکایي مرستیال وزیر د ده د سفرهدف داسې بیان کړ:

"په تېرو څو ورځو کې د افغانستان او پاکستان په لیدو بوخت وم، د سفر هدف مې په دواړو هېوادو پاکستان او افغانستان کې د افغان کډوالو د وضعیت لیدل او د دوی د راستنېدو مساله ده، چې په دې برخه کې څنګه مرسته کولای شو.

د امریکا متحده ایالاتو شاوخوا څلوېښت میلونه ډالره په دې برخه کې مرسته کړې ده."

ده وویل، پاکستاني چارواکو ډاډ ورکړی، چې افغان کډوال به په زوره د پاکستان له خاورې څخه نه ایستل کیږي.

د ښالي شوارډز په وینا دولت یې په پام کې لري، چې راستانه شوي افغان کډوالو ته د یوشمېر نویو پراختیایي پروژو له لارې د کارپراخې زمینې برابرې کړي.

ده داهم وویل، په ایران کې هم افغان کډوال ستونزې ګالي او هیله یې وښوده چې په هېواد کې دننه ورته داسې اسانتیاوې برابرې شي، چې افغان کډوال د دوی په خوښه هېواد ته راستانه شي. ده وویل:

"لکه څنګه چې پوهییږئ څه کم یو میلیون افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي، هیله ده چې د ایران حکومت د افغان کډوالو په وړاندې له حوصلې څخه کار واخلي او پریږدي، چې دا کډوال په داوطلبانه توګه خپل هېواد ستانه شي."

ده وویل په افغانستان کې د راستانه شویو کډوالو د ستونزو د اواري لپاره د افغان دولت او نړیوالو سازمانونو له خوا کارونه ترسره شوي خو دا بسیا نه دي او باید نورهم ترسره شي.

سره له دې چې افغان دولت او مرستندویې ټولنې د افغان کډوالو د ستونزو د اواري لپاره هڅې کوي خو افغان کډوال وایي، په هېواد کې د کار نشتوالی او بې کوري هغه ستونزې دي، چې کډوال راستنیدو ته زړه نه ښه کوي.

سره بیره پردې ناامني بله ستونزه ده، چې کله ناکله د یوې سیمې اوسیدونکي اړباسي، چې د هیواد بلې سیمې ته کډه وکړي.

راپور:خان محمد(سیند)
XS
SM
MD
LG