د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۴

په سويلي حوزه کې د ازادي راډيو له خوا د راډيو ګانو د وېش لړۍ پيل شوه


د راډیوګانو وېشل د هېواد له مرکز کابل څخه شوی، چې په ټول هېواد کې په ۲۰،۰۰۰ راډیو ګانې وویشل شي.
د راډیوګانو وېشل د هېواد له مرکز کابل څخه شوی، چې په ټول هېواد کې په ۲۰،۰۰۰ راډیو ګانې وویشل شي.
د راډيو ګانو د وېش دغه لړۍ چې د تلې د ١٥ نيټې څخه په کندهار کې د يوشمېر ولسواليو پر يوشمېر اوسيدونکو او د پاکستان هېواد څخه کندهار ته د راغلو کډوالو کورنيو باندې پيل شوې شا وخوا ١٠٠٠ راډيو ګانې وويشل شوي.

ويشل شوي ١٠٠٠ راډيو ګانې د هغه ٥٠٠٠ راډيو ګانو د جملې څخه دي، چې ټاکل شوې د سويلي حوزي په څلورو ولايتونو کې وويشل شي.

ټاکل شوې ده، په هلمند کې ٢٠٠٠ راډيوګانې او په پاتې دو نورو ولايتونو اروزګان او زابل کې زر - زر راډيوګانې د ليرې پرتو سيمو پر هغو اوسېدونکيو ووېشل شي، چې ټلويزيون او نورو رسنيو ته لاسرسى نه لري.

د دغو راډيو ګانو د وېش مقصد په خلکو کې د عامه پوهاوي د کچې لوړتيا او له مطبوعاتي نړۍ سره د هغوى اشنا کېدل دي.

د ازادي راډيو مسوولين وايي، دغه راډيوګانې د ځانګړي معيار لرونکي دي او د هغوى له غوښتنې سره سمې ډيزاين شوي دي.

د بولد ک او پنجوايي ولسوالۍ اوسيدونکي امان الله او حليم وايي، چې دوی د زادي راډيو له دې مرستې مننه کوي او ډير خوشحاله دي:

"موږ ډير خوشحاله يو د ازادي راډيو يې کور ودان ما يوه زړه راډيو درلوده اوس به په دې راډيو باندې خبرونه او نور معلومات اورو."

د دغو راډيوګانو ځانګړتياوې دا دي، چې د لمر په انرژۍ چارجېږي، له دې پرته د چارجولو لپاره يو لاستى لري، موبايل چارجوي او لاسي څراغ هم لري.

د يادونې وړ ده، چې د ازادي راډيو له لورې د راډيو ګانو د وېش لړۍ د سويلي حوزې تر څنګ د هېواد په نورو ولايتونو کې هم پيل شوې، چې شروع يې له مرکز کابل څخه وشوه او په ټول هېواد کې به ٢٠٠٠٠ راډيوګانې ووېشل شي.

ازادي راډيو په ټول هېواد کې د سهار له اوو د ماښام تر اوو د اوونۍ اووه ورځې خپرونې لري، چې هم په منځنۍ څپو او هم د ايف ايم څپو له لاريې مينه وال اورېدلى شي.

راپور : محمدصادق رښتينى - کندهار
XS
SM
MD
LG