د امريکا د مشرانو جرګې سناتورانو د ګڼو نورو پروژو د پلي کولو ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د کندهار د زراعت د ودې لپاره به ١٥٠ ميلونه ډالره مرسته وکړي.
د امريکا د متحدو ايالاتو د سنا يا مشرانو جرګې دوو ډيموکراټ سناتورانو مارک اوډال او شيلډان د روان حالت څخه د جاج اخستنې په هدف کندهار ته راغلې.
ياد پلاوی لومړى د کندهار د ډنډ ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته يې د ډنډ له ولسوال او مېشتو امريکايې ځواکونو سره وکتل، د ډنډ ولسوالۍ ولسوال احمد الله نازک ازادۍ راديو ته وويل چې سنا تورانو د محلي جاتو عمليات وستايل چې د ملکي وګړو د تلفاتو پرته تر سره شوه.
د ولسوال په وينا سناتورانو ژمنه وکړه چې د ډنډ ولسوالۍ د ښوونې او روزنې د ښه کولو او د روغتيايي ستونزو د حل او ځوانانو ته به د کار په پيدا کولو زياتې هڅې وکړي:
(زموږ غوښتنې دا وې چې دوي بايد زموږ سره په همږغي کار وکړي او په رښتيا چې کړي يي دي ځوانانو ته د کار پيدا کول د سړکانو جوړول د محل جاتو د څلورو سړکانو جوړېدل هم زموږ غوښتنه وه چې په جوړېدو سره به يي ډير خلکو ته اسانتياوې برابرې شي.)
بل خوا د کندهار د والي وياند زلمي ايوبي وايي چې د امريکا د مشرانو جرګې سنا تورانو د کندهار والي او ريسانو سره ژمنه وکړه چې په کندهار کې به د زراعت د ودې لپاره ١٥٠ ميليونه ډالره ولګوي او په راتلونکي دو مياشتو کې به په کندهار کې شل ميګاواټه نوره بريښنا زياته شي چې په دې سره به د کندهاري سوداګرو او د فابريکو د مسوولينو د بريښنا ستونزه څه ناڅه حل شي.
د ايوبي په وينا پلاوي وويل چې دوي لا له وړاندې د غزنې او هرات په ولايتونو کې د لرغون پېژندنې په برخو کې زياتې پېسې لګولي او تر دې وروسته به کندهار ته هم په دې برخه کې پاملرنه وکړي.
ايوبي زياته کړه پلاوي وويل چې د کندهار د محصلينو د پوهنيزې کچې د لوړاوي په هدف به د کندهار پوهنتون د امريکا د پوهنوتونو سره نښلووي څو کندهاري محصلين له هغه ځايه هم زده کړې وکړي.
راپور: محمدصادق رښتينى-کندهار