د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۱۰

اسلامي هېوادونه باید افغانستان ته په سوله راوستلو کې مرسته وکړي


په کابل کې د امت مسلمه د یووالي د نړېوال سمینار ګډونوالو پر اسلامي هېوادونو غږ وکړ، چې په افغانستان کې د امن او ثبات په ټینګښت کې بشپړه همکاري وکړي.

دا سمینار، چې په کې د افغانستان او نړۍ د بېلابېلو هېوادونو دیني عالمانو ګډون کړې وو د شنبې په ورځ په کابل کې جوړ او د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېد.

د سمینار ګډونوالو د خپلو بحثونو په پای کې یو پریکړه لیک هم خپور کړ، چې په کې په افغانستان کې د شتو ستونزو ترڅنګ اسلامي امت ته د ورپېښو ستونزو د هواري په برخه کې هم ځینې سپارښتنې شوي.

د دې سمینار یو ګډونوال محمد محسن د دغه پریکړه لیک د لوستلو پر مهال وویل:

“د اسلامي هېوادونو له مشرانو څخه غواړو چې په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره مسئولیت احساس کړي او په دې لار کي ټینګ ګامونه واخلي.

د افغانستان له ټولو خلکو څخه غواړو چې خپل پخوانی لوېوالی ور په یاد کړي، د ښه، علمي، ارام او ورورولۍ د ژوند لپاره سره یو سي.”

په کابل کې د دغه نړېوال اسلامي سېمینار چارواکي وايي چې په دغه سېمینار کې افغانستان او مسلمانانو ته د ښه ژوند او سولې راوستلو پر لارو چارو ډیر بحثونه وشول.

د افغانستان د سولې د عالي شورا غړی مولوي شفیع الله نورستاني که له یوې خوا دغه سېمینار خورا ارزښت ناک ګام بولي، خو وايي چې دا به بیا هم د افغانستان او مسلمانانو رواني ستونزې حل نه کړي.

دی وايي تر ټولو مهم کار د مسلمانانو تر منځ همږغي او د اختلافاتو له منځه وړل دي.

تر دې پخوا هم په افغانستان کې د روانو جګړو او ناخوالو په ختمولو کې د دیني عالمانو د رول د لا غښتلتیا لپاره داسې سېمینارونه جوړ شوي، خو انتقادونه دا دي چې افغانستان ته د سولې راوستلو لپاره د دیني عالمانو له رول څخه لږ ګټه اخیستل شوې ده.

افغان دولت وايي چې د دیني عالمانو او اسلامي هېوادونو په ملتیا او ملاتړ به د سولې هلې ځلې ډیرې غښتلي کړي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG