د افغان سوداګرو په وینا ، پاکستان په خپله خاوره کې د افغانستان د سوداګریزو توکو په ترانزیت کې ځینې محدودیتونه وضع کړي، چې له امله یي د هېواد په بازارونو کې بیې لوړې شوي دي.
د سوداګرۍ خونې رييس قربان حقجو، د سې شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د دغې ستونزې د هواري لپاره افغان دولت ته یو لړ وړاندیزونه وکړل:
(موږ د دغه ستونزې د هواري لپاره پنځه وړاندېزونه مطرح کړل، لومړی دا، چې پاکستان ته دې یو لوړ پوړی دولتي پلاوی، چې په راس کې يي د سوداګرۍ او صنایعو وزیر وي، واستول شي او ژر تر ژره دې د دغه ستونزې د هواري لپاره له پاکستاني چارواکو سره په مستقیمه توګه د دغې مسلې په اړه خبرې وکړې او د حل یوه لاره ورته پیدا کړي.)
د سوداګرۍ د خونې په وړاندېزونو کې افغان دولت ته دا سپارښتنه هم شوې، چې له پاکستان سره د سوداګرۍ تفاهم لیک نهایي کړي.
په همدې حال کې افغان سوداګر وايي، چې که مسول چارواکي د دوي ستونزو ته پاملرنه ونه کړي، نو دوي به په افغانستان کې له پانګونې لاس واخلي او خپل فعالیتونه به ودروي.
د افغان سوداګرو په وینا د پاکستان له خوا د جریمو او ګمرکي ټکسونو ډېروالی به د افغانستان په مارکېټونو کې بیې لوړې کړي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزرات د سوداګرۍ مرستیال غلام محمدييلاقي، چې د سوداګرۍ او صنایعو د خونې په کنفرانس کې يي ګډون درولود وویل، چې د افغان سوداګرو د ستونزو د هواري لپاره يي څو ځلي له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي، خو پاکستان دغه مسایل رد کړي دي.
ښاغلي ییلاقي وویل، چې افغان دولت د ځینو سیاسي نزاکتونو له امله يي په جدي توګه دغه مسله نه ده مطرح کړې، خو هڅه کوي، چې د خبرو اترو له لارې پاکستان قانع کړي، چې د سوداګریزو توکو په لېږد کې وضع شوي خنډونه لرې کړي:
(د سودااګرۍ او صنایعو له وزیر سره مو خبرې وکړې، د دوي نظر دا وو، چې موږ دغه مسله باید په جدي توګه د بهرنیو چارو وزارت له خوا له پاکستاني چاروکو سره وڅېړو.
د نړېوالې سوداګرۍ ریاست او زموږ د ترانزیت ریاست دنده واخیسته، چې دغه موضوع په جدي توګه مطرح کړي. هغه وړاندیزونه، چې د سوداګرۍ او صنایعو خونې له خوا شوي موږ يي د حل لاره بولو.)
د پاکستان د کراچی بندر د افغانستان د سوداګریزو توکو د لېږد اصلي لار ده، خو د افغان سوداګرو په وینا په دې وروستیو کې د سوداګریزو توکو په لېږد کې یو لړ جدي ستونزې راولاړې شوي دي،حال دا، چې د پاکستاني سوداګر پرته له کومې ستونزې خپل مالونه د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته لیږدوي.