په داسې حال کې چې د پاکستان او ناټو ترمنځ د هغه برید په اړه چې څو ورځې وړاندې په قبايلي سيمه کرمه ایجنسۍ کې ترسره شوی و چې په ترڅ کې یې د ناټو هليکوپترو شپږو پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې وه لا جنجال روان دی د امريکا بې بيلوټه الوتکو يوارې بیا پر شمالي وزیرستان برید کړی.
دغه برید چې د شنبې پر سهار د شمالي وزيرستان په دته خيلو کې ترسره شوی ويل کېږي چې شاوخوا لسو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې چې ويل کېږي مشکوک وسله وال طالبان وو.
دا په داسې حال کې ده چې په تېره ميلادي میاشت کې دغو هیلیکوپترو تر ټولو ډیر یانې له شلو زیات بریدونه کړي وو او تر سلو ډېر کسان يې وژل وو.
نا تائيد شوي رپوټونه وايي چې په دغه برید کې د حقاني ډلې جنګيالي په نښه شوي خو پاکستاني چارواکو لا دا خبره نه ده تائید کړې.
بې پيلوټه الوتکو د شنبې پر سهار د شمالي وزيرستان مرکز میرانشا ختيځ شاوخوا پنځه ويشت کیلومترۍ کې د دته خیلو په اسرا کلي کې يو کور په نښه کړی چې ويل کېږي څلور توغندي پرې توغول شوي،سيمه ايزو دولتي مسوولینو پېښه تائيد کړې خو د وژل شوېو کسانو د هويت په اړه يې بې خبري ښودلې.
یوه دولتي چارواکي ازادۍ راډیو ته وويل چې، دوي تر اوسه دا توتنو د وژل کېدو او څلورو نورو د ټپي کېدو خبر تر لاسه کړی او امکان لري چې د مړو شمېر تر دې هم لوړ شي، خو نوموړي دا ونه ويل چې وژل شوي کسان ځايي طالبان که بهرني وسله وال جنګيالي ول.
د عالم جان په نوم يوه ځايي اوسېدونکي د تیليفون پر ليکه ازادۍ راډیو ته وويل چې، بې پيلوټه الوتکو پر دغه کور څلور توغندي توغولي خو دا لانه ده مالومه چې په نښه شوي خلک ولسي که د دولت مخالف وسله وال جنګيالي ول.
د روانې ميلادي میاشتې په لومړېو دوو ورځو کې دا د بې پيلوټه الوتکو لومړی برید دی چې پر شمالي وزیرستان ترسره کېږي، تېره میاشت دغو الوتکو له شلو ډېر بریدونه کړي ول چې ډیری یې د دته خيلو پر سيمه ترسره شوي.
وروسته تر هغې چې د روان ميلادي کال له پيل راهیسې د بې پيلوټه الوتکو په بریدونو کې څو وارې زیاتوالی راغلی د وزیرستانونو د بیلابیلو قومونو مشرانو د قومي جرګو په ترڅ کې ددغو بریدونو د بندولو غوښتنه کړې.
د قومي مشرانو په وینا په دغو بریدونو کې د کورنیو او بهرنیو وسله والو په پرتله ولسي خلک ډیر زيانمن شوي چې د مرګ ژوبلې ور اوښتو ترڅنګ یې د هغوی ورځنی ژوند له ډېرو ستونزو سره مخ کړی.
بل خوا د ناټو د هليکوپترو د هغه برید په اړه چې د پنجشنبې پر ورځ یې د کرمې په منډتي کنډو سيمه کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو پر يوه پوسته ترسره کړی و او شپږو تنو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه، د پاکستان يو دوه کسيز هيئت د شنبې پر سهار کابل ته تللی څو د ناټو له مشرانو سره د هغه په اړه وغږېږي.
پاکستان له ناټو نه په دې اړه د کره تحقیقاتو غوښتنه کړې او د تېرې پنجشنبې راهیسې یې د تورخم لار ددغو ځواکونو د اکمالاتي کاروانونو پر مخ تړلې.