د افغانستان د ولسي جرګې په اړه د راپورته شوو شکایتونو په لړ کې، په کابل کې د بیلا بیلو ولایتونو لسګونو کاندیدانو هم د انتخاباتو پر بهیر انتقادونه وکړه.
دوی د سې شنبې په ورځ په دوو بیلو غونډو کې د درغلیو ځیني موارد په ګوته کړل او د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیون څخه یې وغوښتل، چې د دوی شکایتونه دې په جدي توګه وڅېړي.
د کندز او ننګرهار ولایت څخه د ولسي جرګې په انتخاباتو کې دوه تنه کاندیدان اجمل هوتک او صدیق منصور وايي، چې د دوی په ولایتونو کې خورا ډیرې درغلۍ شوي او که د دوی شکایتونه په سمه توګه ونه څېړل شي نو دوی به مظاهرې وکړي.
تر دې مخکې هم د خوست ولایت په ګډون د ځینو نورو ولایتونو کاندیدانو دا ډول انتقادونه کړي وو.
د ولسي جرګې په تیرو انتخاباتو کې د جعلي کارټونو او د رايې ورکوونې د پاڼو کارول، د وسلوالو ډلو او ځینو دولتي کسانو لاسوهنه هغه شکایتونه دي، چې اعتراض کوونکي کاندیدان یې په اړه د څېړلو غوښتنه کوي.
بل خوا د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د سې شنبې په ورځ معترضو کاندیدانو ته ډاډ ورکړ، چې د انتخاباتو په اړه شکایتونه به په جدي توګه څیړل کیږي.
انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون غړی شاه سلطان عاکفي وايي، چې دغه کمېسیون د شکایتونو په څېړلو باندې کار کوي او خلک دې ډاډه و اوسي.
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون چارواکي وايي، چې دوی ته ۳۵۰۰ بیلا بیل شکایتونه رسېدلي او دوی یې په څېړلو بوخت دي.
د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات چې د وږي میاشتي پر ۲۷مه ترسره شو، له هغې ورځې را وروسته ځینو کاندیدانو، کورنیو او بهرنیو څارونکو ډلو د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه راپورونه ورکړل.
په عین حال کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، چې د دغو انتخاباتو وروستی نتایج به د شکایتونو له بشپړې څیړنې وروسته اعلان کړي.
راپور: معصوم میوند