ټاکل شوې ده چی د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د شنبې په ورځ د سهار له اوو بجو څخه د مازیګر ترڅلورو بجو پوری دوام وکړي. دغې نیټې ته ورځې نه بلکې څوساعته پاتي دي.
د افغانستان جمهور ريیس حامد کرزی د افغانستان پرټولو خلکو غږ وکړ، چې په انتخاباتو کې دې ګډون وکړي.
جمهور ریيس حامد کرزی په داسې حال کې دواړه مرستیالان یې ترڅنګ ولاړ و، د جمعې په ورځ یې دغه پیغام خبري رسنیو ته ووایه:
"د افغانستان له ټولو خلکو که په ښارونو، ولسوالیو او کلیو کې دي، په پوره شهامت سره دې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې ګډون وکړي، خپله رایه دې پرته له زور او پیسو څخه په ایماندارۍ وکاروي، دا پروسه د هیواد د ابادۍ او پرمختګ ضمانت کوي."
ښاغلي کرزي د ولسي جرګې انتخابات د هېواد او خلکو لپاره یوسترارزښت وباله او له وسله والو طالبانو یې هم وغوښتل، چې له جنګه دې لاس واخلي او په دې پروسه کې، چې د سولې، ثبات او ترقي ضامنه ده، برخه واخلي.
"هغوی چې مسلمانان او د دې خاورې بچیان دي، له جنګ او ورور وژنې دې لاس واخلي او په انتخاباتو کې دې ګډون وکړي."
د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د شنبې په ورځ د هیواد په ټولو ولایتونو کې ترسره کیږي، رای ورکوونکو ته څه باندې پنځه زره مرکزونه په پام کې نیول شوي دي او امنیتي ځواکونه هم وایي، چې د ټولو مرکزونو امنیتت یې خوندي کړی دی.
خو خلک بیاهم له ناامنیو څخه اندیښمن دي.
راپور: خان محمد (سیند)