د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۱

دلیل:د جمهوریت روغتون به پرمختللی روغتون وي


 د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرستې وزیره ډاکټر ثریا دلیل
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرستې وزیره ډاکټر ثریا دلیل

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کابل د جمهوریت روغتون په نوې جوړه شوې ودانې کې به د اغا خان فوندیشن په ملګرتیا د سیمې په کچه یو پرمختللی او تخصصي روغتون جوړ کړي .

ټاکل شوې چې اغا خان فونډیشن د کابل د جمهوریت روغتون نوې ودانۍ په نړېوالو معیارونو او طبي وسایلو سمبال کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرستې وزیره ډاکټر ثریا دلیل وایي چې په دې اړه ولسمشر په خپله د اغا خان فونډیشن له چارواکو سره خبرې کړې دي .

ډاکټر ثریا دلیل د سې شنبې په ورخ ازادۍ راډیو ته په دې اړه په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې نن په افغانستان کې موږ داسې روغتون نه لرو چې د سیمې په کچه روغتیايي خدمتونه خلکو ته وړاندې کړي نو ځکه غواړو چې یو تخصصي روغتون جوړ کړو.

د میرمن دلیل په وینا په دې توګه به هم د ناروغانو ستونزې هوارې شي او هم به مو خپله پانګه خوندي کړې وي:

( زموږ یو شمېر ناروغان چې هندوستان او یا پاکستان ته ځي، دوي له نا چارې ورځې، ځکه دلته د تشخیص او درملنې امکانات نه شته، نو د دغه روغتون په فعالېدلو سره به له یوې خوا د دوي ستونزې هوارې شوې وی او له بل خوا به له افغانستان څخه د پانګې د لیږد مخه هم ونیسو او دغه پانګه به په خپله په افغانستان کې ولګول شي.)

د عامې روغتیا وزارت سرپرسته وایي چې د دغه روغتون په مدیریت کې به له اغا خان فونډیشن سره برابره برخه ولري.

د راپورنو له مخې افغانان په میاشت کې نیږدې پنځه ویشت ملیونه ډالره د درملنې لپاره به هېواد څخه بهر په ځانګړي ډول هندوستان او پاکستان کې مصرفوي.

کابل ښاریان هم د افغان دولت له دغه اقدام څخه هرکلۍ کوي او د ناروغانو د ستونزو د هواري په برخه کې یې ګټور او پرځای بولي .

د یادونې وړ ده چې د کابل د جمهوریت روغتون د نوې ودانۍ کار شا او خوا درې نیم کاله پخوا د چین هېواد په مرسته پیل شو چې اوس مهال په لسو پوړونو کې بشپړ شوی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې په دغه روغتون کې یو شمېر داسې ځانګړونو ته هم پام شوی چې د یو ستندرد او تخصصي روغتون د جوړولو لپاره اړین دي.
XS
SM
MD
LG