افغانستان ته د امریکا د دفاع د وزیر رابرت ګېټس سفر، د هېواد په شمال کې د ناټو په هوايي برید کې د لسو افغانانو د وژل کېدو په اړه د راپورونو له خپرېدو سره په یوه وخت کې و.
د ناټو چارواکي وايي، چې په دې برید کې یې د وسله والو هغه ډله په نښه کړې وه، چې د ازبکستان افراطي وسله وال په کې شامل وو.
ښاغلي کرزي د چارواکو له خوا ده ته د رسېدلو راپورونو په حواله وویل، چې وژل شوي کسان ملکي وګړي وو، نه ازبک وسله وال:
"د عملیاتو د څرنګوالي او هلته د ازبکستان د اسلامي نهضت د غړو د موجودیت په اړه باید معلومات وشي، خو موږ خبر یو چې د ولسي جرګې د انتخاباتو یو کاندید ټپي شوی او لس تنه وژل شوي دي.
موږ په دې اړه تحقیقات کوو او چې نتیجه یې ترلاسه شوه موږ به خپل معلومات له خپلو متحدانو له امریکا او ناټو سره شریک کړو."
ښاغلي کرزي وویل، چې دا برید د عبدالواحد خراساني په نوم د ولسي جرګې د کاندید پر موټر شوی دی.
خو په غونډه کې د امریکا دفاع وزیر رابرت ګېټس ټینګار وکړ، چې د ناټو د هوايي برید هدف له القاعده سره تړلي ازبک جنګیالي وو. ده په دې اړه د تحقیقاتو ژمنه وکړه:
"د دې هوايي برید په اړه زما معلومات محدود دي. زه کولای شم دا تایید کړم چې په حمله کې د ازبکستان د اسلامي نهضت یو ډېر مهم غړی په نښه شوی او وژل شوی دی.
دا هغه څوک و، چې په کابل او د افغانستان په شمال کې د ګڼ شمېر حملو د پلان او تنظیم مسوول و. دا لومړی ځل دی چې زه اورم په دې پېښه کې ملکي وګړي وژل شوي دي، نو موږ به په دې اړه حتماً څېړنه وکړو."
د ناټو له لوري دا هوايي برید پرون د تخارولایت په رستاق ولسوالۍ کې وشو. د دې ولایت چارواکي وايي، چې په برید کې د ولسي جرګې کاندید عبدالواحد خراساني هم ټپي شوی دی.
د افغان ولسمشر دفتر پرون له دې پېښې وروسته په یوه خبرپاڼه کې دا برید په کلکه وغانده او په دې اړه یې د تحقیقاتو امر وکړ.
په خبرپاڼه کې ویل شوي وو، چې د افغانستان پر کلیو بمبارۍ به له تروریزم سره د جګړې په برخه کې هېڅ مرسته ونه کړي.
د حکومت له دې خبرتیا وروسته ناټو په یوه خبرپاڼه کې د امریکا د پلیو سمندري ځواکونو د یوه قوماندان تورن جنرال ډېوېډ ګارزا له قوله وویل، چې ناټو د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د وژنې د اعاوو خبر ترلاسه کړی او هڅه کوي چې په دې اړه څېړنې وکړي او حقیقت معلوم کړي.