د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۴

سې شبنې د وږي ۹مه


کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې دافغانستان په حالاتو مقالې او سرمقالې لیکلي دي، چې د ویسا ورځپاڼې په وینا د افغانستان او ناټو ځواکونو ناسمې محاسبې د تېرو فاجعو تکرار ته زمینه برابروي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې کې په افغاسنتان کې د ناټو ځواکونو او افغان چارواکو په وروستیو څرګندونو تبصره کړې چې ویلي یې دي، په ځینو سیمو کې یې بری ترلاسه کړی او د تاوتریخوالي کچه هم راټیټه شوې ده.

د سرمقالې لیکوال دا یوازې لاپی بللي او لیکلي یې دي، په تیرو څو ورځو کې د افغان ولس او نړیوالو ځواکونو د وژل شویو شمیر له سلو اوښتی چې پنځلس یې بهرني عسکر او نور د کاندیدانو، ولسوالانو او پوځی افسرانو په ګډون افغانان دي.

ویسا لیکلي داسې ناسمې محاسبې به د فاجعو تکرار حتمي کړي.

ویسا په یوه بل مطلب کې د بلخ ولایت د ځینو سیمو د مشرانو څرګندونې راخیستي چې ویلي یې دي، د انتخاباتو په رارسیدو سره د طالبانو په نوم یې جګړه ماران سیمې ناامنه کوي.


خدمتګار:

خدمتګار ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې په کندهار کې د ناامنیو عوامل څیړلي دي.

ورځپاڼې د کندهار په لویدیز کې د محله نجات په سیمه کې د افغان ځواکونو وروستیو عملیاتو ته په اشارې سره لیکلي دي، چې ددغو عملیاتو بریالیتوب وښودله چې په کندهار کې د ناامنیو اساسي علت د وسلوالو طالبانو پیاوړتیا نه ده.

خدمتګار لیکلي، په کندهار کې د ناامنیو اساسي عوامل هغه کړۍ دي چې په کندهار کې ناامنه چاپیریال په خپله ګټه بولي.

ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په حواله لیکلي دي، چې په افغانستان کې تیره میاشت، د وسلوالو طالبانو، ملکي وګړو او افغان عسکرو په ګډون څه کم زر تنه وژل شوي دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په یوه مطلب کې د افغانستان او ترکمنستان د چارواکو ترمنځ ترمنځ وروستۍ اقتصادي غونډه څیړلې چې په هغې کې د ګازو د نل لیکې په ګډون د یولسو بیلابیلو پروژو په اړه موافقه لیکونه لاسلیک شول.

هېواد لیکلی دي چې دغه موافقه لیکونه به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ورورولۍ اړیکې لا ټینګې کړي خو مهمه داده چې د عملي کیدو لپاره یې لازم اقدامات وشي.

ورځپاڼې لیکي دي، چې د دې سترو اقتصادي تړونونو د عملي کولو لپاره باید یو اغیزمن میکانیزم جوړ او د هغې په رڼا کې هر لوری خپل مکلفییتونه په بشپړه توګه سرته ورسوي.

هیواد همداراز د افغانستان او عراق ترمنځ د اړیکو په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکلي یې دي، چې عراق په کابل کې خپل سفارت بیا پرانیزي.

په مطلب کې راغلي چې د افغانستان دولت هم په عراق کې د خپل سفارت د پرانستلو هیله لري.

هشت صبح:

هشت صبح ورځپانې د افغانستان د سیمه یېزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ريیس په وروستیو څرګندونو تبصره کړې چې ویلي یې دي، په افغانستان کې ځینې والیانو د اوسني نظام پر ضد دي.

هشت صبح پوښتلي چې دي چې د نظام ضد والیانو ملاتړ څوک کوي؟!!

ورځپاڼې لیکلي دي، چې حکومت باید وروسته له دې د والیانو او ولسوالانو په ټاکلو کې سیاسي ملاحظات څڼدې ته کړي او د سیمه یېزو ارګانونو له معیارونو سره سم د والیانو او ولسوالانو له سره ارزونه وکړي.
XS
SM
MD
LG