د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۰

اوباما په عراق کې د امریکايي پوځیانو د ماموریت پای اعلان کړ


د امریکا ولسمشر اوباما دوه کاله مخکې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه، چې له انتخابېدو وروسته به د عراق جګړې ته د پای ټکی ږدي.
د امریکا ولسمشر اوباما دوه کاله مخکې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه، چې له انتخابېدو وروسته به د عراق جګړې ته د پای ټکی ږدي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون ماښام په عراق کې د امریکا د پوځي ماموریت ختم رسماً اعلان کړ. اوباما تېر ماښام د امریکا ملت ته په وینا کې د دې موضوع د اعلان ترڅنګ وویل، چې په عراق کې د امنیتي چارو ټول مسوولیتونه عراقي ځواکونو ته سپارل شوي دي. په همدې حال کې عراقي چارواکو دا ورځ د خپل هېواد لپاره ډېره مهمه ورځ بللې او ویلي یې دي، چې له دې وروسته به د عراق په اړه پرېکړې په خپله د دې هېواد خلک کوي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما تېر ماښام ناوخته په خپله ټلویزیوني وینا کې وویل، د عراق په جګړه کې د امریکایانو او عراقیانو له قربانیو وروسته اوس د دې وخت راغلی، چې دا پاڼه واړول شي.

ښاغلي اوباما وویل، چې له دې نېټې وروسته د عراق د امنیتي چارو مسوولیت په خپله د عراق خلکو ته سپارل کېږي:


"نن شپه زه اعلان کوم چې په عراق کې د امریکا پوځي ماموریت ختم شو. د ازادۍ په نوم عملیات پای ته ورسېدل او د عراق خلکو اوس د خپل هېواد د امنیت مسوولیت په خپل لاس کې اخیستی."

اوباما د عراق پر سیاسي مشرانو غږ وکړ، چې د مارچ میاشتې له پارلماني انتخاباتو وروسته د حکومت د جوړولو پرسر رامنځ ته شوې لانجې حل کړي او ژرترژره یو ائتلافي حکومت جوړ کړي.

په عراق کې د پوځي ماموریت له ختمېدو سره سره به امریکا په دې هېواد کې خپل پنځوس زره سرتېري وساتي. دا پوځیان به د عراقي امنیتي ځواکونو په روزنه کې برخه اخلي او د احتمالي بې ثباتۍ په وخت کې به اقدام کوي.

د امریکا ولسمشر وویل، د امریکا د پوځي ماموریت له ختم وروسته به هم د دې هېواد د امنیتي ځواکونو د روزنې ماموریت دوام وکړي:

"په عراق کې د چارو دوام ډېر مهم دی خو په دې لړ کې به د عراق امنیتي ځواکونو ته د روزنې د پروګرامونو امکان برابر شي.

په دې هېواد کې اوس هم تاوتریخوالی شته او عراقي ځواکونو ته لاهم باید په دې برخه کې روزنه ورکړل شي، چې څنګه هسې چې لازمه ده، خپل هېواد خوندي کړي.

دوی که څه هم ډېر مهم ګامونه اوچت کړي دي خو لاهم مرستې ته اړتیا لري. په دې برخه کې هغه روزنه ډېره مهمه وه، چې دوی ته ورکړل شوې ده."

د عراق حکومتي چارواکو څرګنده کړې ده، چې د دې هېواد امنیتي ځواکونه د مسوولیتونو منلو ته چمتو دي. صدراعظم نوري المالکي په عراق کې د امریکا د پوځي ماموریت د پای ته رسېدو هرکلی وکړ ویې ویل:

"عراق نن د ملي حاکمیت لرونکی، خپلواک هېواد دی، چې د خپل حال او راتلونکې پرېکړې به په خپله کوي. دا ورځ - د اګست ۳۱مه به د ټولو عراقیانو لپاره یوه مهمه ورځ وي."

خو په عراق کې د امریکا د پوځ ویاند تورن جنرال سټیفن لانزا تېره ورځ په بغداد کې خبریالانو ته وویل چې لاهم ډېرې ستونزې پرځای پاتې دي چې باید حل شي:

"لاهم ډېره کارونه پاتې دي، چې باید ترسره شي او په راتلونکې کې به داسې ستونزې وي چې باید د حل لاره ورته وموندل شي.

دلته به بیاهم تاوتریخوالی وي خو څومره ژر چې نوی حکومت واګي په لاس کې واخلي دا به د تاوتریخوالي په کمولو کې مهم ونډه ولري."

د امریکا ولسمشر اوباما دوه کاله مخکې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه، چې له انتخابېدو وروسته به د عراق جګړې ته د پای ټکی ږدي.

ولسمشر اوباما په خپله وینا کې د ۲۰۰۳ کال له مارچ میاشتې راهیسې د عراق په جګړه کې د امریکايي ځواکونو د قربانیو یادونه او ستاینه وکړه.

ده همداراز پر امریکایانو غږ وکړ، چې د دې جګړې د سموالي یا ناسموالي په اړه اختلافات یوې خواته پرېږدي.
XS
SM
MD
LG