نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه د امریکا د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون او په دې ترڅ کې د تشدد له زیاتېدو اندېښنه لري، تر سرلیک لاندې مقاله خپره کړې ده، په مقاله لیکل شوي، د ولسي جرګې انتخابات په افغانستان کې د امنیت د تامین د هڅو لپاره یوه مهمه ازموینه ده.
نیویارک ټایمز لیکي په دې برخه کې دوې اندېښنې شته، یوه دا چې د خلکو برخه به کمرنګه وي چې په دې صورت کې د نوې جوړېدونکې ولسي جرګې مشروعیت تر سوال لاندې کیږي، له بله پلوه وسله والو طالبانو د انتخاباتو بهیر ته د خڼډ پيښولو خبرداری ورکړی دی.
خو نیویارک ټایمز په افغانستان کې د پوځي مقاماتو په حواله لیکي چې ځیني سیمو ته چې پخوا تګ راتګ ممکن نه وو د راېو د صندقونو د انتقال زمینه برابره شوې د بیلګې په ډول د هلمند مارجه ولسوالۍ او شاوخوا سیمې یې د وسله والو طالبانو له حضور څخه پاکې شوې دي.
نیویارک ټایمز زیاتوي مهم ټکې په دې کې دې چې په انتخاباتو کې د راېو د خرڅلاو او دې ډول نورو درغلیو مخنیوي وشي او که نه د جمهوري ریاست د انتخاباتو تجربه به تکرار شي چې د راتلونکې ولسي جرګې اعتبار به له منځه یوسي .
فارن پالیسي:
د فارن پالیسي خپرونې بیا په افغانستان کې پر اداري فساد د غرب پر انتقادونو لیکنه کړي، د لیکنې په یوه برخه کې راغلي، که چېرې امریکا غواړي په افغانستان کې له داسې کسانو سره کار وکړي چې لاسونه یې تک سپین وي، نو غوره دا ده چې خپل بار وتړي او له دې هېواده ووځي.
د فارن پالیسي خپرونه لیکي په افغانستان کې د امریکا په پروګرامونو کې ډير ضد اونقیض ټکي شته د بیلګې په ډول امریکا وايي چې د ولسمشر کرزي په حکومت کې فساد دا حکومت د خلکو تر پام بد کړې، په عین حال کې سي ای اې افغان سیاستوال په پیسو اخلي او په دې فساد کې شریک کیږي.
امریکا وايي، چې په افغانستان کې یې هدف د القاعده ځپل دي خو ملیاردونه ډالر په دې هېواد کې له اداري فساد سره په مبارزه او د حکومت جوړونې په چارو مصرفیږي.
امریکا میلیونونه ډالر دې غریب هېواد ته چې د جذبولو ظرفیت یي نه لري استوي، د دې پيسو زیاته برخه شخصي جیبونو ته ځي او بلاخره د دوبۍ او نورې نړۍ په بانکونو کې ذخیره کیږي.
امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر زیات کړې دې ترڅويې په جګړه کې تله درنه وي او د ملکي تلفاتو مخنیوې وشي خو له دې سره د جګړې لمن هم وغوړېده او د ملکي تلفاتو شمېر هم زیات شو. دا مسله زیات خلک د مخالفینو په لیکو کې درلودلو ته مجبوره کوي.
د فارن پالیسي خپرونه زیاتوي، په امریکا کې هیڅوک د افغانستان د حالاتو او په دې هېواد کې د روانې نه خلاصیدونکې جګړې د مصارفو په اړه په جدیت خبرې نه کوي.
تر ټولو مهمه خبر دا ده چې تر اوسه په افغانستان کې بری نه دې تعریف شوې او دې بري ته د رسېدو د امکاناتو په اړه هم دقیق جزیات نه دي ورکړ شوي.