د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۱۹

افغان چارواکو د غیرقانوني پیسو پرانتقالېدو اندېښنه ښودلې


د کابل د هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قومندان پاسوال محمد اصف جبارخیل
د کابل د هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قومندان پاسوال محمد اصف جبارخیل

د کابل د نړېوال هوايي ډګر له لیارې د غیرقانوني پیسو د انتقال د نه مخنیوي په برخه کې نه یواځې د لویدیځ بلکه خپله د یو شمېر افغان چارواکو اندېښنې هم راپارېدلي دي.د کابل د نړېوال هوايي ډګر امنیتي چارواکي وايي چې د ماليي وزارت د دې ستونزې د حل په برخه کې یوه روښانه پالیسي نه لري.

که له یوې خوا د کابل له نړېوال هوايي ډګر څخه د غیرقانونې پیسو د انتقال په اړه نړېوال پراخې نیوکۍ کوي له بلې خوا د دغه هوايي ډګر امنیتي چارواکي هم د ماليي په وزارت باندې انتقاد کوي چې د غیر قانوني پیسو د انتقال د مخنیوي لپاره کوم روښانه سیسټم نه لري.

د کابل د هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قومندان پاسوال محمد اصف جبارخیل وايي: که څه هم دوي ډیره زیاته هڅه کوي چې بهر ته د دغو پیسو د انتقال په کلکه مخه ونیسي خو ځیني وخت د ماليي د وزارت له خوا د یوې پاڼې فورمې په درلودلو سره خلک زیاتې پیسې له هېواد څخه وباسي:

"د افغانستان بانک د تهتیر پول د تفاهم نامې د ۶ مادې پراساس باندې چې ده ته اجازه ورکړل شوې چې د لس لکو افغانیو نه او یا د دې معادل ۲۰زره ډالرو نه اضافه وي یو فورم دې ډک کړي او وروسته دا پیسې دې انتقال شي د دې لارې پر اساس خلک خپلې پیسې انتقالوي."

ښاغلي جبارخیل وړاندې وویل، چې په قانونې توګه یو څوک یواځې دومره حق لري چې له ځانه سره شل زره ډالره یا د هغو معادل نورې پیسې بهر ته وباسي او که د افغانستان د ماليي د وزارت له خوا تر دې د زیاتو پیسو د انتقال د مخنیوي په برخه کې کومه ځانګړې جدي پالیسي جوړه نه شي نو دوي ته به ځینې وخت ډیره ستونزمنه وي چې دغې ستونزي ته ځواب و وايي.

خو د افغانستان د مالیي وزارت وايي، چې دوي له هېواد څخه د غیر قانوني پيسو د انتقال د مخنیوي په برخه کې د دغو فورمو ورکول ډیر موثر ګڼي او زیاتوي چې امریکا د کابل په هوايي ډګر کې په دې اړه د یوه نوي سیسټم په جوړېدو هم کار کوي.

که یوڅوک په یوځل د شلو زرو ډالرو د انتقال حق ولري نو که په اونۍ کې پنځه ځله پرواز وکړي نو ایا یولک ډالره به انتقال کړای شي د دې پوښتنې په ځواب کې د ماليي وزارت د هو ځواب ورکړ او که داسې وي نو بیا خو به یوڅوک وکولای شي د خپلو پیسو د انتقال لپاره په ګڼ شمېر کسان وګماري او په دې توګه به دوي ته د ډیرو زیاتو پیسو په انتقال کې کومه ستونزه نه وي.

اخوا لویدیځ په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو په وار وار سخته اندېښنه څرګنده کړی ده چې د کابل له نړېوال هوايي ډګر څخه څلور عشاریه دوه میلیارده ډالره په غیر قانوني ته د باندې وتي خو د افغانستان د ماليي وزارت وايي چې زیاتره دغه پیسې په افغانستان کې د بهرنیو کمپنیو وې چې په سترو قراردادونو کې یي ترلاسه کړې وې.

مجاهد جواد.
XS
SM
MD
LG