د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۲

د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د خونو ګډ فعالیت رسما اعلان شو


ښاغلی احدي وايي، سره له دې په هېواد کې ناامني مخ پر زیاتېدو ته بیاهم داسې مینه وال شته چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
ښاغلی احدي وايي، سره له دې په هېواد کې ناامني مخ پر زیاتېدو ته بیاهم داسې مینه وال شته چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د سوداګرۍ دا بنیاد شاوخوا څلور میاشتې مخکې په افغانستان کې جوړ شوی و خو اوس یې سوداګریز فعالیتونه، په منظمه توګه پیلیږي. د دې خونې نوښتګران هغه افغانان دي، چې د امریکا تابعیت لري .

په افغانستان کې د پانګې اچونې د جلبولو او سوداګرو ته په هېواد کې دننه او بهر د زیاتو اسانتیاو د برابرولو په مقصد، د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ ګډاتاق، له ځانګړو پروګرامونو سره، د دوی فعالیت په رسمي اعلان کړ.

دا سوداګریز بنیاد څلور میاشتې دمخه د می په میاشت کې پرانیستل شوی و.

د دې اتاق چارواکي، چې په اصل کې افغانان او اوسمهال د امریکا تابعیت لري وایي، چې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یې د ځانګړو پلانونو په ترتیبولو سره، په افغانستان کې د پانګې اچونې په مقصد فعالیتونه پیل کړل.

د امریکا او افغانستان د سوداګرۍ د ګډ اتاق ریيس مجدود پوپل وویل، چې د امریکا په سلګونه خصوصي شرکتونه غواړي، چې د همدغه ګډ اتاق له لارې په افغانستان کې فعالیت وکړي:

"دا اتحادیه د امریکایي شرکتونو څخه جوړه ده، دوی غواړي په افغانستان کې پانګې واچوي، دوی له کانونو، ساختماني چارو، کرنې او داسې نورو سره مینه لري، افغانان هم کولی شي، په دې اتحادیه کې شامل شي، زموږ کارونه خپلواک دی."

د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونه په پام کې لري، چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ اړیکې پراخې کړي او د فعالیت زیاتې اسانیتاوې ورته برابرې شي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونه هم د دواړو هېوادونو د سوداګرو ګډو فعالیتونو ته د اسانیتاو د برابرولو ژمنه کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ د خونې عامل رییس قربان حقجو په هغه غونډه کې، چې په همدې مناسبت په کابل کې د امریکا په سفارت کې جوړه شوې، وویل، چې د پخوا په پرتله اوسمهال په سوداګریزو فعالیتونو کې زیاتوالی لیدل کیږي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر ډاکتر انورالحق احدي وویل، سره له دې، چې اوس هم د ناامنیو اندیښنې له منځه نه دي تللي خو په هېواد کې پانګې اچونې ته مینه وال پیداکیږي.

"په دې کې هغه افغانان شامل دي، چې د امریکا تابعیت لري او هلته په سوداګریزو چارو بوخت دي، هیله ده چې په هېواد کې پانګې واچوي، هم به اقتصادي وده چټکه او هم به خلکو ته د کار زمینه برابره شي."

د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ ګډه خونه په داسې حال کې د دوی نوي فعالیتونه پیلوي چې په وروستیو کابو دوه کلونو کې، په هېواد کې ناامنۍ زیاته شوې او د سوداګرو او پانګوالو پر فعالیتونو یې ناوړه اغیزه کړې ده.

د دې خونې چارواکي وایي، چې اوسمهال د سوداګرۍ شاوخوا شپږسوه شرکتونه په افغانستان کې راجسټر او د افغانانو له خوا اداره کیږي.

دا چی د افغان اوامریکا د سوداګرو ترمنځ به دا اړیکې څومره پراخې او افغان سوداګرو ته به په بهر کې څومره اسانیتاوې برابرې شي، دا به په راتلونکي کې روښانه شي.

راپور: خان محمد(سیند)
XS
SM
MD
LG